Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لاوروف: له اسلامي امارت سره خبرې کول یوه اړتیا ده

لاوروف: له اسلامي امارت سره خبرې کول یوه اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/27

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اسلامي امارت افغانستان کې یو حقیقت بللی دی،چې باید خبرې ورسره وشي.

سرګي لاوروف چې د امریکا نیویارک ښار کې خبریالانو ته خبرې کولې ویلي، د افغان حکومت د رسميت پیژندنو لپاره د ټولشموله حکومت تشکیل ترڅنګ د نجونو او ښځو حقونو تامین کلیدي ټکي دي.

لاوروف زیاته کړې:« موږ په دې باور یو،چې طالبان یو حقیقت دی او له هغوی سره مذاکرات مهم دي، خو په ورته وخت کې موږ د دوی حکومت تر هغې په رسمیت نه پیژنو،چې پر خپلو کړیو ژمنو یې عمل نه وي کړی. دوی باید داسې ټولشموله حکومت رامنځته کړي، چې نه یوازې په قومي کچه وي، بلکې ټولې سیاسي خواوې په کې برخه ولري. دوی موږ ته وایي،چې حکومت کې یې ازبک، هزاره او تاجک شامل دي،خو حقیقت دا دی،چې هغوی هم طالبان دي.»

سرګي لاوروف د تېر په څېر یو ځل بیا پر امریکا تندې نیوکې کړي او ادعا یې کړې ده،چې د افغانستان اوسني وضعیت لامل لویدځ  دی،ځکه خو باید اوس له خبرو پر شا نه شي.

دغه راز سرګي لاوروف ویلي لویدیځ افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور سربېره هلته هېڅ ونه کړل.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي غونډه جوړوي او ښکاره ده،چې موږ به هم په کې ګډون کوو. لویدیځ دې هم له خبرو نه پر شا کیږي،ځکه هغوی ۲۰ کاله په افغانستان کې حضور درلود،خو هلته یې د اقتصادي ودې لپاره هیڅ نه دي کړي. د مخدره توکو کرکېله د پام وړ زیاته شوې.»

لاوروف له امریکا غوښتي دي،چې د افغانانو کنګل کړې پیسې دې آزادې کړي،ځکه په خبره یې همدا پیسې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل کولی شي.

نوموړی زیاتوي:« د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره پیسې خورا اړینې دي،هغه پیسې چې امریکا کنګل کړي دي او د خپلو خلکو په ګټه یې کاروي. امریکا باید دا پیسې خلاصې کړې او د ټولو هغو اقتصادي زیانونو او افغانانو ته اړولو زیانونو تاوان هم ورکړي،چې د امریکا له خوا رامنځته شوي دي.»

روسیه داسې مهال له  اسلامي امارت سره د مذاکراتو خبره کوي،چې ټاکل شوې ده، د راتلونکې مې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه یوه بې سارې غونډه جوړه کړي،چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ګڼ استازي به په کې ګډون وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist