د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په روان ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې به د افغانستنان ۱۷.۶ میلیونه وګړي روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري.
روغتیا نړیوال سازمان له خپلو ټولو هغو همکارانو مننه کړې،چې په افغانستان کې د روغتیايي سکتور ملاتړ کې ورسره مرسته کوي.
یاد سازمان زیاته کړې:« اټکل کیږي،چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به ۱۷.۶میلیونه افغانان اړینو روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري. موږ له خپلو ټولو هغو همکارانو مننه کوو،چې په افغانستان کې د روغتیايي سکتور ملاتړ او د دې سکتور ستونزې راکموي.»
بل لور ته د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ډېری سیمو کې یې نوي روغتیایي مرکزونه فعال کړي او تر شپږ زره نوي کارکوونکو یې پر دندو ګومارلي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د وروستیو اقداماتو په پایله کې د هېواد پر کچه د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې.
زمان زیاتوي:«موږ په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان سره،یونېسف ادارو سره د رهبرۍ ناستې ترسره شوي او هغوی موږ ته ډاډ راکړی دی،چې په دغه برخه کې به له موږ سره همکار پاتې شي. ستونزې ډېری زیاتې موجودې وې، البته د مور او ماشوم د مړېنه کچه ډېره زیاته پورته شوې وه، خوشبختانه،چې اوس په ډېری سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي،۶ زره نوی روغتیايي پرسونل وګومارل شو. همدا لامل شو،چې په داخل د هېواد کې اوس د مور او ماشوم د مړېنه کچه راکښته شوې.»
دغه راز زمان وايي، روان لمریز کال کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ۶۰۰ نوي روغتایي مرکزونه جوړوي،ترڅو روغتیايي خدمات ټولو ته په مساوي ډول ورسیږي.
هغه زیاته کړه:« د اسلامي امارت په راتګ سره په دې تېر یو نیم کال کې موږ نږدې ۲۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړل. همدا راز زموږ ګرځنده روغتیايي ټیمونه هم وخت پر وخت هغو سیمو ته،چې هلته ثابت روغتیايي مرکزونه نه ول، ورغلي او هلته یې خدمات وړاندې کړي دي. زموږ پلان دا ده،چې په دغه کال به انشاء الله نږدې ۶۰۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړوو. په دې سره موږ وکولی شو،چې سپينې سیمې چې دي، هغه به تر پوښښ لاندې راولو او خلک ته به روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»
د روغتیا نړیوال سازمان هېواد کې روغتیايي خدماتو ته د ۱۷.۶ وګړو اړتیا داسې مهال یادوي،چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د اسلامي امارت وروستۍ پریکړې په غبرګون کې د ۲۶ ورځو کاري اعتصاب کړی دی.