Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ښايي پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/28

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له لورې په کورنیو او بهرنیو غیرې دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز حکم د افغانانو پر اقتصاد او ژوند منفي اغیز کړی دی.

تازه د  خوړو نړیوال پروګرام وایي، دغه پریکړه د افغانانو په ژوند مستقیم اغیز لري او پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر به زیات شي.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند فیلیپس کروپ ویلي:« په افغانستان کې  اوس د خوارځواکۍ کچه د ریکارډ په کچه لوړه شوې او تېر کال د افغانستان نیمایي خلک له سختې لوږې سره مخ ول. دا مهال د میندو په شمول ۷ میلیونه ماشومان،چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي خوارځواکي دي. افغانان که څه هم له لوږې نه مري،خو له بشري ناروین سره د مبارزې لپاره هېڅ سرچینه ورپاتې نه ده.»

کروپ ویلي، ډېری موسسو د روغتیا، پوهنې او خوړو  په برخو کې خدمتونه رسول او بشري مرستې یې کولې، چې وروستي حکم د ډېری موسسو فعالیتونه ننګولي او دغې چارې د خلکو پر ژوند اغیز کړی دی.

هغه زیاته کړې:«مرستندویه ادارې پر اړمنو افغانانو د روغتیا،خوړو او زده کړو برخو کې مرستې ویشي. وروسته له هغې چې طالبانو پر ښځینه کارکوونکو بندیز ولګاوه، دا بهیر سخت ټکنی شوی دی. له دې پریکړې وروسته د افغانستان په کچه د ۴۳۷ ګرځنده کلینیکونو له ډلې ۱۱۵ هغو یې فعالیتونه ځنډولي دي،چې پر ۸۲ زرو ماشومانو او مېندوارو ښځو یې اغیز پرېښی دی.» 

روغتیا پالان هم مني،چې پوره خوړو ته نه لاسرسی په ماشومانو کې د خوراځواکۍ ناروغي رامنځته کوي. 

یوازې ښځې او ماشومان نه دي،چې د پوره خوړو له نشتون سره پر خوارځواکۍ اخته شوي، د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او له دغې ډلې شپږ میلیونه یې له لوږې سره مخ  دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist