د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د کرېکټ نړیوالې شورا له مشرتابه او استازو سره یې لیدلي دي.اشرف د اسټرالیا کرېکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې په تړاو ویلي، د دغې پرېکړې په هکله یې د کرېکټ نړیوالې شورا ته خپل دریځ روښانه کړی او د دوی دغه کار یې خواشینوونکی بللی دی.د افغانستان او اسټرلیا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د سوپر لیګ سیالۍ وې، ټاکل شوې وه د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان په کوربتوب متحده عربي امارتو کې ترسره شي، خو اسټرالیا دغه سیالۍ لغوه کړې.