د ماشومانو ساتنې ادارې( سېف د چیلډرن) ویلي،چې افغانستان کې یې ځینې فعالیتونه چې روغتیا، تغذیه او ښوونیزو برخو کې دي، بېرته پيل کوي.
د یادې ادارې عملیاتي چارو مشر ډېویډ رایټ ویلي، د ا.اچارواکو ورته د ښځینه کارکونکو د خونديتوب ډاډ ورکړی دی.
هغه زیاته کړې:«زموږ ډېری فعالیتونه ځڼدول شوي،خو اوس موږ ځینو برخو کې لکه د روغتیا، تغذیه او ځینې ښوونیزو خدمتونو رسولو کې خپل فعالیتونه بیا پيل کوو. موږ له اړونده چارواکو روښانه او ډاډ ترلاسه کړی،چې زموږ ښځینه کارکونکې به خوندي وي او پرته له کوم خنډ څخه به کار کوي.»
د سرپرست حکومت له لورې غیر دولتي موسسو کې پر ښځینه کارکونکو د کاربندیز سره لسګونه مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه ځنډولي او زرګونه ښځینه کارکونکي بې دندې شوي.
ډېویډ رایټ ویلي، ښځې د دوی موثر کاري ځواک دی او ۵۰سلنه فعالیتونه یې ښځې پر مخ وړي او دا اداره پرته له ښځو کار نه شي کولی.
هغه زیاتوي:«د اقتصاد وزارت له لورې د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر په ۲۴مه د ښځینه کارکوونکو کار بندیز له حکم سره سم موږ خپل فعالیتونه ودرول. ښځې زموږ په کارونو کې اغېزمنې تمامې شوي. که په ساده ډول ووایو له ښځو پرته کار نه شو کولی. زموږ د کاري ځواک ۵۰ سلنه ښځې جوړوي، د دې ترڅنګ ښځې او نجونې د مرستو رسولو لپاره مهمې دي.»
د دې ادارې عملیاتي مشر ډېویډ رایټ د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي،چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او اجازه ورکړي،چې ښځینه کارکونکي د افغان ماشومانو او ښځو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې:« په افغانستان کې له ۱۹۷۰ زېږدیز کال تر دې دمه د ماشومانو ملاتړ په برخه کې کار کوو. موږ ژمن یوو،چې ژر تر ژره خپل عادي فعالیت ته راستانه شو. په طالبانو غږ کوو،چې وروستی بندیز په بشپړه توګه بېرته واخلي،ترڅو زموږ ښځینه همکارانې اجازه ولري، چې ماشومانو او ښځینو سره پر ګډه کار وکړي.»
د ماشومانو ساتنې ادارې له ۱۹۷۰ زېږدیز کال راهیسې افغانستان کې مرستندویه ماموریت پیل کړی، وايي تر دې مه یې نږدې ۴ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولي، چې شااوخوا دوه میلیونه یې ماشومان دي.
ډېویډ رایټ ویلي، کارکونکو ته له ځنډني فعالیت سره سره پوره امتیازات ورکوي او له حاکم چارواکو یې غوښتي دي،چې د ښځو کار بندیز پرېکړه دې بېرته واخلي.
بل خوا اسلامي امارت د نړیوالو اندېښنې د درک وړ بللي او ویلي یې دي، چې دا بندیزونه لنډمهاله دي.