د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له افغان چارواکو سره د مالوماتو د شریکولو لپاره د ګډې سیمه ییزې امنیتي کمیټې د جوړېډو وړاندیز کړی دی.
قمي ویلي، د سیمې هېوادونه باید د دغې امنیتي کمیټې په چوکاټ کې له افغانستان سره مرسته وکړي او دغه مرستې باید د پوځیانو د روزنې، د مالوماتو د تبادلې او د تجهیزاتو د رسولو په برخو کې وي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ایران او نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه د خپل کورني امنیتي وضعیت په اړه له افغانستانه اندیښنه لري،خو د داسې ګډې امنیتي کمیټې چې په پوځي برخه کې له افغانستان سره مرسته کیږي، رامنځته کول به د افغانستان په ګټه وي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« ګاونډي هېوادونه او په ځانګړي ډول ایران د خپل داخلي امنیت په تړاو اندیښنې لري او په دې تړاو به هڅې کوي. دا چې د ګډې امنیتي کمیټې وړاندیز کوي، د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره ګټوره ده او دا چې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز مسله یې د افغانستان لپاره ګټوره ده او حکومت یې باید مدیریت کړي،چې دا کار د سیمې د ثبات او امنیت لپاره هم دی.»
ځینې بیا وايي،د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو دغه ډول وړاندیزونه او هڅې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په مانا دي او باید ورسره احتیاط وشي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي،تر دې مهاله ورسره د دغې امنیتي کمیټې چې ایران یې د جوړښت غوښتنه کړې، مالومات نه دي شریک شوي،خو ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاور ه به د هېڅ هیواد پر زیان ونه کارول شي .
مجاهد زیاتوي:«تراوسه په دې تړاو موږ سره څه نه دي شریک شوي،خو د افغانستان له خاورې ډاډ ورکوو،چې چاته زیان او ضرر نشته دی. موږ په یوازې ځان هم کولی شو،چې د افغانستان له خاورې د هغو زیانونو مخه ونیسو،چې ګاونډي هېوادونو ته واردیږي.»
دغه ایراني چارواکي ویلي،ترهګري سرحد نه لري او په افغانستان کې ناامني په ټولې سیمې او ګاونډیو هېوادنو هم اغیز شیندلی شي او باید په دغه برخه کې ټول پر ګډ لاس په کار شي او د دې کمیټې له لارې له افغانستان سره ګډه همکاري وشي.