Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: ایران او پاکستان کې سیاسي بې ثباتۍ پر افغانستان هم منفي اغیزې لري

admin by admin
2022/11/21

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،ایران او پاکستان د افغانستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي،چې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او تیرو جګړو کې پر ښکیلتیا تورن دي.

دوی وايي، په دغو هېوادونو کې د سیاسي بې ثباتۍ زیاتېدو،چې د افغانستان اقتصاد او سوداګري یې هم زیانمنه کړې، له نړیوالو سره د افغانستان د تعامل مخنیوي لپاره یې هڅې پیل کړي دي. 

دغه راز دوی وايي، دغه هېوادونه په دې هڅه کې دي،چې نړۍ ته د افغانستان تصویر داسې وښي،چې ګواکې د ترهګرۍ ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او دوی ته ترې ګواښونه متوجه دي.

دوی وايي، غوښتنه یې داده،چې دافغانستان حکومت دې داسلام اباد او تهران د مخنیوي لپاره ځواکمن بهرنی سیاست او ستراتیژي غوره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:«  کله چې د دوی په منځ کې سیاسي بې ثباتي موجوده وي، فشار پر افغانستان راولي،په سوداګریزو اړیکو کې خنډ جوړوي. دوی تل نړۍ ته د افغانستان تصویر داسې ښیي،چې دا ستونزې افغانستان جوړوي،ترهګر، القاعده او داعش په افغانستان کې دي، چې ګویا د دوی لپاره ستونزې جوړ وي. اوس  د افغانستان دولت ته په کار ده،چې د دوی پر وړاندي قوي بهرنی سیاست او ستراتیژي ولري او نړۍ ته دا واضع کړي،چې د دوی مخنیوی وشي.» 

ځينې بیا د افغانسان په تړاو د ایران او پاکستان وروستي دریځونه د هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنې یادوي او د دوی دغه کار د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼي. 

دوی وايي، که ایران د افغانانو لپاره  د ټولګډونه حکومت طرحه لري،نو لومړی دې خپل حکومت ټولګډونه کړي،چې  ټولو ایراني سنیانو او لږکیو ته دې په خپل حکومت کې ونډه ورکړي او بیا دې افغانانو ته د داسې حکومت د جوړښت طرحه ورکړي. 

د پاکستان په تړاو بیا نظر دادی،چې اسلام اباد دې خپلې  کورنۍ ستونزې حل او د خپل هېواد اقتصاد دې له اوسني بد حالته وژغوري او افغانان دې پریږدي،چې خپل هېواد خپله جوړ کړي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د ایران او پاکستان لاسونه د افغانستان په چارو کې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دی،کله چې دوی د ټولګډونه حکومت خبره کوي ایا په ایران کې ټولګډونه حکومت شته؟ ایا په ایران کې سونیانو او نورو لږکیو ته په قدرت کې ځای شته دی؟ پاکستان هم له اقتصادی زوړ سره مخامخ دی، پر کور دننه زیاتې ستونزې لري، هېله موداده،چې موږ پريږدي،ترڅو دا خپله جونګړه په خپله جوړه کړو.» 

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا وايي، له کابله یې غوښتنه داده،چې د ګاونډیو د مخنیوي لپاره باید هغه څه ترسره کړي،چې پرمټ یې نړیوال رسمیت ترلاسه شي او له خپل ولس سره یوځای د افغانستان خوندیتوب لپاره پر یوه ستر ځواک بدل شي. 

ځاځي زیاتوي:« د افغانستان حکومت باید هغه کړنې ترسره کړي،چې د دغو ګاونډیو خولې وربندې کړي. دوی باید له خپل ولس مشروعیت ترلاسه کړي، د نجونو ښوونځيو دروازې خلاصې کړي،چې نړیوال یې په رسمیت وپیژني، ترڅو وکولی شي، چې د دغو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې له خپل ولس سره یو ځای لوی سپر وګرځي.» 

ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کې خپلې موخې لري او وروستۍ څرګندونې او دریځونه یې هم له همدغو موخو سرچینه اخلي.

انګیرنې دادي،چې تهران غواړي،د ټولګډونه حکومت په نوم د خپلې خوښې څيرې د افغانستان په حکومت کې شاملې کړي او پاکستان بیا له افغانستان سره د خپل مخالفت بڼه بدله کړې او هڅې کوي،چې د افغانستان اوسنی حکومت له  نړۍ همداشان لرې پاتې شي  او افغانان په انزوا کې ژوند ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist