حيواني ډاکټر محمد ضمير بهسودی وايي:« اخته کيدل په دې ډول دي،چې په غواګانو کې په ټول بدن باندې دانې راخيژي او د دانو له امله زخم پیدا کيږي او دا درمنله نه لري. دا یوه ویروسي ناروغي دهؤ،انسانانو ته نه انتقاليږي البته په حيواناتو کې ساري ناروغي ده.»
هغه زیاتوي:«مړ حيوان بايد دوه متره ځمکه کې کنده وکيندل شي او تر خاورو لاندې شي،له د دغه مړ حيوان نور حيواناتو ته هم دغه ناروغي انتقاليږي.»
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین بیا وايي، د يادې ناروغۍ د مخنيوي او د ناروغو غواګانو د درملنې په موخه يې ۱۰۲ زرو دوزو واکيسن د اخېستلو چارې کړندۍ کړي،خو اخېستل یې نهايي شوې نه دي.
مستعين زیاتوي:« د کرنې او مالدارۍ وزارت د يو پې او موسيسي په مرسته باندې شااوخوا ۱۰۰ زره دوزه واکسين د اخېستلو کار روان کړی دی، خو تراوسه پورې لا سرته نه دی رسیدلی.»
Discussion about this post