Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: له افغانستان سره د نړۍ غیر رسمي تعامل په ښه توګه روان دی

admin by admin
2022/10/25

که څه هم د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري پر رسميت نه دی پیژندل شوی،خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د کابل غیر رسمي اړیکې له نړۍ او سیمې سره په ښه توګه پرمخ روانې دي.

دوی وايي،له کابل سره د اړیکو په برخه کې د واشنګټن له وروستي نرم دریځه داسې ښکاري،چې نړۍ له افغان حکومت سره تعامل ته نږدې شوې.

د دوی په باور، نوره نړۍ امریکا او روسیې ته په تمه ده،چې له افغانستان سره  خپل تعامل رسمي کوي او که نه او په خبره یې، د رسمي کیدو په صورت کې به ټوله نړۍ افغان حکومت پر رسمیت وپیژني.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« ډېری هېوادونه امریکا ته ګوري،که چیرې امریکا د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژني، نو دوی یې خامخا پیژني،لکه مخکې چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې،نورې نړۍ یې ملاتړ وکړ. نړۍ امریکا او روسیې ته ګوري،که دوی اقدام وکړي،د دوی پلوي هېوادونه هم افغانستان پر رسمیت پیژني او ظاهرآ راکړې ورکړې او تعامل له نړۍ سره په ښه توګه روان دی .»

ځینې بیا له کابل سره د امریکا وروستی نرم دریځ سیاسي لوبه ګڼي،خو غوښتنه یې داده،چې افغان چارواکي باید دغه لوبه پر فرصت بدله کړي او د افغانستان په ګټه یې راوڅرخوي.

دوی وايي، له افغانستان سره د نړۍ اوسني تعامل اړیکو ته،چې غیر رسمي دي، خاموشه رسمیت پیژندنه وايي او پر وینا یې  اوس افغان حکومت ته په کار ده، چې د نړۍ هغه ټولې پلمې او اندېښنې ځواب کړي،چې د رسمیت پیژندنې لپاره یې د شرط په توګه وړاندې کوي.

د دوی په خبره، د بشري حقونو ساتنه،دښځو  کار او زده کړو حق او همداراز له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پریکون هغه شرایط دي،چې نړۍ پرې ټینګار کوي.

د سیاسي چارو کارپوه اسماعیل غرنی وايي:« داهم لوبه ده،په خواشینۍ سره چې سیمه او نړۍ له موږ د سون توکو په توګه ګټه پورته کوي. موږ داهم په نیک پال نیسو.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د اسلامي همکاریو سازمان او همداراز د اروپايي ټولنې له دفترونو سربېره ۱۳ هېوادونو هم سفارتونه پرانېستي او فعال دي خو چاپان بیا تازه کابل ته خپل ډ یپلوماتان را استولي دي او  سفارت یې فعال کړی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist