Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نیکلاسن: د اسلامي امارت لپاره  د فرصت موده لنډه ده 

admin by admin
2022/10/06

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن، کابل ته د خپل تازه سفر په اړه نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته مالومات ورکړل. 

 نیکلاسن وايي، اسلامي امارت باید پر دې پوه شي،چې فرصت ورته کم دی او د نړۍ او افغانانو صبر او حوصله ازمایښت نه کړي.

 نیکلاسن زیاته کړه:« موږ باید حوصله وکړو. خو زه باید د اسلامي امارت چارواکو ته ووایم،چې فرصت ډېر کم دی. زه یوازې د راتلونکي ژمي په اړه نه غږیږم. زما اشاره د افغانانو، ګاونډیو او نړۍ اوږدمهالې حوصلې ته هم ده،چې نور یې هغه موقت حکومت ته نه لري،چې پخپلو ژمنو نه دریږي.» 

نیکلاسن وايي، اسلامي امارت په هغه ژمنه کې پاتې راغلي،چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې کړې وه.

هغه زیاته کړه:«  کابل کې د الظواهري حضور او بیا د هغه وژل کیدل یوه ښه بېلګه ده،چې طالبان په هغه ژمنه کې پاتې راغلي دي،چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په تړاو یې کړې وه. دوی دا ژمنه هم کړې وه،چې افغان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کیږي، چې دا ژمنه یې ماته شوه. طالبان باید دا په عمل کې ثابت کړي،چې له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې پرې دي.» 

نیکلاسن اسلامي امارت ته د ښځو د حقونو او بشري حقونو په برخه کې ځينې سپارښتنې هم درلودې،چې  په سر کې یې د نجونو د ښوونځيو پرانېستل شامل وو.

هغه زیاته کړه:«طالبان باید د ټولو نجونو او هلکانو لپاره د هېواد پر کچه ښوونځي پرانیزي. او پریږدي چې راتلونکی نسل ته زدکړه ورکړي او دغه راتلونکی نسل به داسې نسل وي،چې له تېرو څلورو لسیزو برعکس یې جګړه او نا امني نه وي تجربه کړي. موږ د دې ملاتړ کوو،چې پوهنتونونه پرانیستي دي.» 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پر اسلامي امارت غږ وکړ،چې اقتصادي ټیکاو ته ډېره پاملرنه وکړي،چې د افغانانو بې وزلي ورسره پای ته ورسیږي. اروپايي ټولنه د تېر په څېر یو ځل بیا هم د نورو سپارښتنو پرتله پر ټولګډونه حکومت  ډېر ټينګار کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist