Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: اسلامي امارت پام کې لري چې د ګڼو لویو پروژو چارې پيل کړي 

admin by admin
2022/10/06

د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د ښاروالۍ له لوري د ارجال خېلو او خواجه حسن سړکونه  د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي .

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د یادو سړکو پرانېستې په اړه جوړو شویو مراسمو کې یې ګډون کړی وایي، اسلامي امارت  د بانکي محدودیتونو او بودیجې کموالي سره سره هېواد کې د ګڼو لویو پروژو د چارو پیلیدو هوډ لري.

مجاهد زیاته کړه:«نورې ډېرې پروژې،چې کار به پرې پیل شي، سره له دې چې نړیوال مو نه پرېږدي، بانکي برخه یې راته ستونزې جوړې کړي او دغه راز  د پانګې جلب په برخه کې یې راته ستونزې جوړې کړي.»

مجاهد همدا راز وایي، اسلامي امارت تیر یوه کال کې توانیدلی،چې د کابل ـ کندهار او سالنګو تر څنګ د ځېنې نورو سترو پروژو کارونه پیل کړي او دا چاره به دوام ولري.

هغه زیاته کړه:« په عموم کې اسلامي امارت په تېر یوه کال کې  د ابادۍ لپاره ډېرې هڅې کړي دي. د بېلګې په ډول همدا اوس د کندهار- کابل پر لویه لاره  کار روان دی،چې په معیاري ډول به جوړه شي.» 

له دې سره مجاهد وايي، اسلامي امارت په پام کې لري،چې د مچلغو بند تر څنګ پکتیا کې د ګڼو نورو هغو پروژو چارې بېرته پیل کړي،چې کارونه یې د اسلامي امارت له واکمنیدو راهیسې ځنډیدلي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist