Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: واشنګټن بیا پاکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره کرایه کړی

admin by admin
2022/10/06

له تېرو دوو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ مشر قمر جاوېد باجوه  په واشنګټن  کې  دی او هلته یې  د دغه هېواد  دفاع وزیر لوېد اسټین سره د افغانستان پر سر خبرې کړي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، امریکا بیا غواړي،په سیمه کې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پاکستان د ځان ملګری کړي،خو افغانستان ونه شو کولای،چې سیمه د خپلو ګټو لپاره له ځانه سره ملګرې کړي.

دغه راز دوی وايي، پاکستان د امریکا په غېږه کې پروت دی او د امریکا د ګټو لپاره به سقوط کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عصمت قانع وايي:« زه فکر کوم،چې په ټوله سیمه کې د ډېرو ستراتیژیکو موقیعتونو پرسر باندې سیمه ییز تقابل روان دی. په دې کې امریکا له ډېرو دې مسایلو ته متوجه ده. د هغوی تمرکز پر همدې لوبه  ده او دا لوبه خاص پړاو کې ده. امریکا غواړي، پاکستان سره داسې اړیکې وپالي،ترڅو پاکستان وکولی شي، د امریکا د ګټو لپاره د چین په خلاف تر یوې اندازې پورې حفظ کړي او پاکستان دا نه شي کولی.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، پاکستان په کور دننه له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ دی،خو افغانستان کولی شي په فعالې ډیپلوماسۍ  سره هغه لوبه چې د امریکا او پاکستان ګټې ساتي، په خپله ګټه راوڅرخوي،چې د دې لپاره په کور دننه ملي روغې جوړې ته اړتیا ده.

فرهادي زیاته کړه:«افغانان باید افغانستان کې د روغې جوړې لار پیداکړي، د دې لپاره چې بهرني ګواښونه زیات شوي دي. داعش هم شته او پاکستان هم غواړي،د ټي تي پي لپاره افغانستان کې عملیات وکړي او دا وضعیت نور هم خرابوي. د دې لپاره ملي روغې جوړې اړتیا ده.»

د پاکستان او امریکا د اړیکو تازه فصل داسې مهال پیل کېږي،چې د پاکستان خاوره د امریکا له لوري د افغانستان پر خلاف کارول کېږي،چې په همدې ټکي د کابل اړیکې له دواړو هېوادونو سره ښې نه ښکاري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist