په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې کارۍ، فقر او خراب اقتصادي وضعیت کچه مخ په زیاتیدو ده.
تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، ۲۵ میلیونه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي او پر وینا یې ۱۹ میلیونه یې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
اوچا وايي،افغانانو سره د مرستو ټولولو لپاره یې له ۴.۴ میلیاره ډالرو یوازې ۱.۹ میلیارده راټولې شوي،چې بسنه نه کوي.
اوچا زیاته کړې:« افغانستان کې ۲۴ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، ۲۵ میلیونه وګړي یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۹ میلیون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.»
دغه راز اوچا وايي، که ژر بېړنۍ مرسته تر سره نه شي، حالت له دې هم خراب کېدی شي.
اخوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، که اسلامي امارت او نړیوال مرستندویه بنسټونه د بنسټیزو پروژو او کارونو په پیل غور ونه کړي دا او نورې مرسته حل لاره نه شي کېدلی.
د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« که دغه پیسې یې په هغو ځایونو کې مصرف کړی وی،چې خلکو ته یې کار پيدا کړی وی او د فقر مخنیوی شوی وی. دا حالت چې اوس روان دی، زه فکر نه کوم، که نورې پيسې هم راشي، ستونزه حل شي،ځکه ما مخکې هم وویل، دا ټولې پیسې په معاشونو او نورو شیانو باندې مصرف کېږي او خلکو څه نه رسېږي.»
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي:«د افغانستان اسلامي امارت وظیفه هم ده،ترڅو هغه لارې چارې وګوري،چې دوی( اسلامي امارت) پر رسمیت وپېژندل شي، له نړیوالو سره خپلې اړیکې سمې کړي، ترڅو موږ وکولی شو، دغه مرستې راجذب کړو. د ملګرو ملتونو سازمان هم باید پر دې فکر وکړي،چې افغانستان کې بیا کورنۍ جګړه رامنځته نه شي، فقر او بدبختي،چې دلته بیخي اوج ته رسېدلې، یو بشري ناورین رامنځته نه شي، تروریستي ډلې دلته را پیدا نه شي.»
د افغانستان د خراب اقتصادي حالت له کبله سلګونه زره کسانو وروسته له هغه هېواد پریښی،چې د اسلامي امارت حکومت واک ته ورسېد.
د ډېرو نیوکه همدا ده،چې اسلامي امارت نه دی توانېدلی،چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.