د افغانستان اسلامي جمهوریت له ادرسه به دوه ورځې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مشرۍ د سیاسیونو یو با صلاحیته یوولس کسیزه پلاوی قطر ته ولاړ شي.
حامد کرزي تته نېږدې کس شهزاده مسعود وايي:« طبعا چې د جمهوریت تر نامه لاندې ځي،صلاحیت لرونکی ټیم به وي او امید کوم،چې همداسې وي.امیدواري دا ځل پیدا شوې،چې معنی داره خبرې به وي.»
یوې سرچینې شمشاد ته ویلي، د دوحې د پلاوي تر څنګ به د طالبانو یو شمېر مهم کسان هم دوحې ته لاړ شي.
بل پلو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وايي، د سولې لپاره د هرې هڅې او ناستې هرکلی کوي او چمتو دي،چې د خبرو د پرمختګ او سوله ییز حل لپاره له سیاسیونوخبرې وکړي.
وردګ زیاته کړه:« مذاکراتو او خبرو اترو لپاره له ابتدا څخه زموږ موقف دا دی،چې موږ اماده یو. که څوک راځي،موږ اماده یو. موږ دا غواړو،چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.»
افغان جهتونو څو ځلې نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی،چې دوی کولائ شي،خپل موضوعات پرر خپله حل کړي،خو د تمې خلاف دواړه لوري په عادي مسایلو باندې تر اوسه پورې توافق ته نه دي رسیدلي.
د افغانستان ملي پیوستون نهضت ګوند مشر وايي، باور دا دی،چې لاهم د دواړو تر منځ واټن زیات دی او په خبره یې د نویو خبرو سلسله باندې باوري نه دی.
هغه وايي:« زه فکر کوم،که صلاحیت دوی ته ورکړل شوی وي، چې په صلاحیت باندې خبرې وکړي، احتمال د دې شته،چې د دوی خبرې یو څه نتیجه ورکړي.ولې اوس ډېره ناوخته شوې ده، دغه هیت چې اوس ځيؤ د ټولو احزابو نماینده ګي وکړي.»
پخواني ولسمشرر حامد کرزي وړمه ورځ ډاډ ورکړی دی،چې دا ځل به په دوحه کې جدي خبرې پيل شي او تر بل هر وخت خوشبینه ښکارېده،چې روانه جګړه ختمېدونکې ده او نږدې ده چې افغانان سولې ته ورسېږي.
د سیاسیونو او طالبانو تر منځ داسې مهال د خبرو د پيل خبر ورکول کیږي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون پراساس د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ۹۵ سلنه بشپړ شوی او ټاکل شوې، لږ تر لږه یوه میاشت وروسته دغه بهیر بشپړ شي.
Discussion about this post