Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حنفي: تېر کال مو له لاسته راوړنو ډک وو 

admin by admin
2022/09/25

د یوکال لاسته راوړنو برخه کې د رسنیو فعاله ونډه او د رسنیو ستاینغونډه کې، د اسلامي امارت رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، فساد یې ختم کړی، ملي بودیجه یې له داخلي عوایدو برابره کړې او د دې ترڅنګ یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت او ثبات ساتلی دی.

دغه راز برادر وايي، سربیره له دې  نور یې هم  داسې کارونه کړي، چې تیر حکومتونه یې په ترسره کولو نه وو بریالی شوی. 

ملا برادر زیاته کړه:« له تېرو ۲۰ کلونو اشغال راپاتې ستونزې په یوه کال کې نه حل کېږي، خو بیا هم د اسلامي امارت د تېر کال لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي. افغانستان له  ستونزو سره سره بیا هم د امید او ابادۍ پر لور چټک ګامونه اخلي» 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي بیا  باثباته افغانستان د نړۍ او سیمې پر ګټه وباله.

متقي ځینې کړۍ او استخبارات تورن کړل،چې غواړي افغانستان نړۍ ته د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي.  

متقي زیاته کړه:«نړیوالو ته مو بار بار په ناستو کې ویلي،چې د افغانستان بې ثباتي نه د سیمې او نه د نړۍ پر ګټه ده. دا هغه افغانستان دی،چې نه د شوروي اتحاد لښکرو کنټرول کړ، چې شعار  یې مخکې تګ و، نه شاتګ او نه ناټو او ۵۰ هېوادونو کنټرول کړ.» 

د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا په تېر حکومت  د نیوکو ترڅنګ تېر یو کال د اسلامي امارت لپاره د لاسته راوړنو ډک وباله.

حنفي وايي، بهرني سیاست یې متقابلو ګټو ته په کتو دی او ډاډ یې ورکړ،چې اسلامي‌امارت د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه:« هیچا ته اجازه نه ورکو،چې دلته په افغانستان کې نظامي مرکزونه جوړ کړي او له دې ځایه سیمه او نړۍ وګواښي. دا د اسلامي امارت پالیسي ده او موږ دې ته ژمن یو. د دې ترڅنګ دا د دوحې په هوکړه کې هم راغلي او موږ د دوحې هوکړې ته هم ژمن یو.» 

د اسلامي امارت لوړپوړوچارواکو له اړوند ادارو وغوښتل،چې له رسنیو سره پر وخت مالومات شریک کړي. 

ملت ته د حساب ورکونې بهیر،چې نږدې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ، څه باندې ۴۰ ادارو او وزارتونو د تېر یوه کال فعالیتونو راپور له ملت سره شریک کړ.

د افغانستان د نورو رسنیو ترڅنګ شمشاد راډیو تلویزون د دې بهیر څخه پر وخت د خبر ورکونې له امله هم وستایل شو او غونډه کې مسوولینو د دې رسنۍ کارونه وستایل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist