Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا او اروپا افغانستان کې د ټولشموله حکومت او خپلمنځي خبرو پیل غوښتنه کړې

admin by admin
2022/09/24

د افغانستان په تړاو د امریکا او اروپایي هېوادونو ګروپ د خپلې ناستې وروسته ګډه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره خپل منځي خبرې او د ټولشموله حکومت تشکیل اړین ګامونه دي.

د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې او اروپایي ټولنې  ګډ دغه ګروپ که څه هم دا لیدنه تېره اوونۍ کړې،خو خپله ګډه  خبرپاڼه یې تازه رسنیو ته استولې،چې پکې د افغانستان پر روان بشري، اقتصادي او رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودل شوې ده.

په دغه پنځلس ماده ییزه خبرپاڼه کې ویل شوي،چې اسلامي امارت د ښځو او لږکیو آزادیو په صلب سره نړېیال قوانین تر پښو لاندې کړي.

د ګډې خبرې پاڼې یوه برخه:« له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او پوهنیزو برخو د افغان ښځو بې برخې کول د غندلو وړ دي. طالبانو په تېر یوه کال کې یوازې د ښځو حقونو صلبولو لپاره ۱۶ خبرپاڼې صادرې کړي دي. موږ له طالبانو غواړو،چې له خپلې پریکړې پر شا شي او نجونو ته اجازه ورکړي،چې له اووم تر دولسم ټولګیو ته ولاړې شي. موږ د بیان آزادۍ صلب او د کورنیو او بهرنیو خبریالانو نیول په کلکه غندو.» 

خبرپاڼه کې وړاندې د افغانانو پر بشري وضعیت هم اندېښنه ښودل شوې او له اسلامي امارته  په کې غوښتنه شوي،چې د نړیوالو بشري موسسو فعالیتونو ته دې اجازه ورکړي،چې په ټول افغانستان کې له خنډ پرته مرستې ورسوي.

دغو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي امارت پر مبارزې هم شک کړی او له اسلامي امارته یې غوښتي دي،چې دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو ډول حضور د اندېښنې وړ دی،ځکه دا ډلې په سیمه کې هېوادونه ګواښلی شي. کابل کې د الظواهري حضور د دې ادعا ښکاره ثبوت دی،چې طالبان د ترهګرۍ مبارزه کې ژمن نه دي پاتې شوي. له طالبانو غواړو،چې ډیپلوماتیکې استازولۍ او مذهبي ډلې دې د داعش له ګواښونو خوندي وساتي.» 

په دغه لیدنه کې چې د جاپان، قطر، سویس او یوناما استازي یې هم برخه ول، افغانستان کې د یوه داسې حکومتي تشکیل غوښتنه شوې،چې ټول په کې خپل ځانونه وویني او د ټولو استازولي وکولی شي.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« که د یوې قانوني پروسې له لارې د ټولو په ګډون او خوښه حکومت تشکیل نه شي، هلته د وسله والو نښتو فرصت شته دی. طالبان دې ۲۰۲۰ کال کې دوحه کې کړې هغه ژمنې عملي کړي،چې د بین الافغاني خبرو ترسره کولو برخه کې یې کړې وې. هلته ژمنه شوې وه،چې د ټولو افغانانو په ګډون به د افغانستان اسلامي حکومت جوړیږي.» 

دغه راز په خبرپاڼه کې ټینګار شوی دی،چې د افغانستان بانک پانګې آزادول له  اسلامي امارت سره د اړیکو نرمښت په مانا نه، بلکې د عامو افغانانو لپاره آزادې شوي دي.

غړو هېوادونو له نورو هېوادونو  هم غوښتنه کړې  ده،چې د اسلامي امارت پر مشرانو د سفر بندیزونو ته ژمن پاتې شي او له اسلامي امارت یې غوښتي،چې بهر ته د افغانانو او بهرنیانو خوندي تګ ته اجازه ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist