• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د شانګهای همکاریو سازمان ناستې ګډونوال نه غواړي افغانستان  پرمختللی شي

د شانګهای همکاریو سازمان غړیو هېوادونو د افغانستان په وضیعت اندېښنه ښودلې 

admin by admin
2022/09/17

ازبکستان د شانګهای د همکاریو سازمان د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه وه،چې افغانستان یې  څارونکی غړی دی.

سره له دې چې د اوکراین جګړې د افغانستان پر وضیعت اغیز کړی  دی،خو بیا هم  د اجندا یوه مهمه برخه وه.

ناسته کې د ګډون لپاره د  افغانستان له اړخه څوک نه وو وربلل شوي،خو د دې سازمان اکثره غړي په دې هېواد کې روان وضعیت ته اندېښنه لري. 

د شانګهای همکاریو سازمان اکثرو غړو په افغانستان کې روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته اندېښنې څرګندوي.

د شانګهای همکاریو سازمان عمومي منشي ژانګ مینګ  وايي:«  د سیمې ثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی او افغانستان کې باید یو داسې پراخ بنسټه حکومت،چې د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي، رامنځ ته شي.» 

‏د پاکستان لومړي  وزیر شهباز شریف چې د شانګهای کنفرانس ته یې وینا کوله، له نړیوالو غوښتي دي،چې افغانستان هېر نه کړي.

هغه زیاته کړې:« نړۍ باید افغانستان کې د وضعیت ښه‌ والي په موخه له یو بل سره همکاري وکړي او افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي.» 

ترکیې، چین او روسیې بیا له  افغانستان سربېره زیات تمرکز پر واکراین کړی ده.

دغو هېوادونو ویلي ،اوکراین کې باید جګړه پای ته ورسیږې او سیمه ییزې هڅې چې تجارت او ترانزییټ یې مهمې برخې دي کار وشي

اخوا د سیاسي کارپوهان د سیمې هېوادونو اندېښنو ته په کتو بیا وایي،د شانګهای غړو هېوادونو باید د افغانستان د استازو په حضور کې پرېکړې کړې وې.

د سیاسي چارو کارپوه یحی چاووش وايي:« اړتیا ده لکه دا ډول کنفرانسونو کې چې د ترهګرۍ ضد بحث په کې کېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونه د داعش او نورو ترهګرو ډلو په تړاو اندېښنه لري نو د اسلامي امارت استازي باید په کې ګډون ولري.» 

د سیاسي چارو  کارپوه شیر حسن حسن وايي:« خپله د اسلامي امارت مشرانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ هم نه دي کړي.» 

افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای څارونکی هېواد شو،خو دا لومړی ځل دی،چې ناسته کې د افغانستان په تړاو چا ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist