د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن د سپټمبر ۱۱مې پیښې د یوویشتم کال پوره کیدو په مناسبت جوړې شوې ناسته کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ،چې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي دي او د نړۍ په هره سیمه کې به یې له منځه یوسي.
بایډن ویلي، که څه هم په افغانستان کې یې ماموریت پایته رسیدلی،خو پر وینا یې له امریکا د دفاع ماموریت لا هم دوام لري.
بایډن پر امریکا د بل برید د مخنیوي لپاره کلکه ژمنتیا وښوده او زیاته یې کړه،چې ترهګر که د نړۍ په هرځای کې وي په نښه به یې کړي .
هغه زیاته کړې:« افغاانستان کې زموږ ۲۰ کلن ماموریت پای ته رسیدلی،خو پر متحده ایالاتو باندې د بل برید د مخنیوي ژمنتیا هیڅکله پای نه مومي. زموږ استخبارات او د ترهګرۍ ضد مسوولین او ټول دولت د ترهګرۍ د خطرورنو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي. موږ د ترهګرۍ ټول فعالیتونه،چې هر ځای کې وي څارو او له منځه یې وړو. هیڅکله به هم پر شا نه شو او نه به پښېمانه شو،چې د امریکا د دفاع لپاره هر څه اړین وي، تر سره یې کړو.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې دا ځل واشنګټن روسیې، چین او کابل ته واضع پیغامونه ورکړي،چې لاهم په افغانستان کې د امریکا له اجازې پرته څوک داسې نه شي ترسره کولی،چې امریکا ته ګواښ وي.
دوی وايي، امریکا له دې څرګندونوسره د کابل اوسني حکومت ته وښوده،چې د پوځي حضور په نشتون کې هم خپلو اهدافو ته رسېدی شي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د جوبایډن خبرې دوه پیغامه لري،لومړی خپلو سیالانو چین،روسیې او ایران ته دا پیغام لري،چې دلته زه حضور لرم، تاسو څه نه شئ کولی، د تروریست او جهاد په نوم باندې ډلې دلته راولئ. دویم طالبانو ته یې پیغام دادی،چې تاسو هم نه شئ کولی،چې بدون زما له اجازې نه کوم کار وکړئ،یعنې امریکا ټول کنټرول هم لري.»
معارج وايي، د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ پټې استخباراتي هوکړې شوي،چې له مخې به یې پاکستاني کشفي اداره له امریکا سره له نږدې همکاره وي .
هغه زیاته کړه:«هغه ترهګر چې د بن لادن او الظواهري پر سطحه وي، امریکا باوري ده، چې د هغه مالومات پاکستان ورته ورکوي او داځل له پاکستان سره همداسې یوه معامله لري.»
دا په داسې حال کې ده،چې لا هم د افغانستان پر فضاء امریکايي الوتکې ګزمې لري،په دې وروستیو کې یې په ځینو ولایتونو کې د بریدونو ریپوټونه هم ورکړل شوي،خو شااوخوا دوه میاشتې وړاندې امریکا ادعا وکړه، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې د کابل په شیر پور سیمه کې دهوايي برید پرمټ وواژه،چې په دې تړاو لاهم د اسلامي امارت پلټڼې پایته نه دي رسیدلي او نه یې هم د الظواهري وژنه تائید کړې ده.