Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بښنې نړیوال سازمان: اسلامي امارت د بشر حقونه نقض کوي 

admin by admin
2022/09/11

د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د بشر حقونو د وضعيت په اړه انديښنه ښودلې ده.

ياد سازمان د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته یو ليک استولی او ويلي یې دي،چې په افغانستان کې بشر حقونونه او په دغه برخه کې له نړيوالو قوانيونو سرغړونې کيږي.

په ليک کې افغانستان د بشري ناروين سره مخ هېواد بلل شوی او نيوکه يې کړې،چې د اسلامي امارت واک ته له رسيدو وروسته د ښځو حقونه په سيستماتيک ډول تر پښو لاندې شوې دي.

د لیک یوه برخه:«له هغې وروسته،چې طالبان واک ته رسیدلي،د ښځو حقونه یې په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کړي او له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له ښوونځیو منع کړې دي. ورته مهال د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون یې لغوه اعلان کړی او ټولې هغه ټولنې یې بندې کړې دي،چې د ښځو د حقونو لپاره یې کار کول، اوس مهال ښځې له یو ډول جنسیتي او کورني تاوتریخوالي سره مخ او له وخت مخکي په زور ودونه زیات شوي دي.» 

په ليک کې د شيعه مذهبو، هندوانو، هزاره او نورو قومي ډلو باندې  د بريدونو په زياتوالي هم انديښنه ښودل شوې ده او ويل شويوچې دغه بريدونه د اسلامي امارت  واک ته له رسيدو وروسته زيات شوې دي.

د لیک یوه برخه:« د راپورونو له مخې،د طالبانو واک ته رسیدل پر لږکیو په ځانګړې ډول د شعیه، هزاره، هندوانو،سکانو او هغه قومي ډلو د بریدو د زیاتېدو لا مل شوي،چې له دوی سره حکومت داري کې نشته او یا هم ډېر کم دي. له هغه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي د داعش له خوا پر هزاره وو  لږ تر لږه ۱۱ ستر بریدونه شوي او له ځینو سیمو هزاره او تاجک د خپلو کورونو پرې ښودو ته اړ شوي دي.»

د بښنې نړيوال سازمان پر اسلامي امارت نيوکه کړې،چې د پخواني دولت چارواکي یې په زوه نیولي او ځينې یې رله محکمې پرته وژلې دي.

په ليک دا هم ويل شويوچې ګڼ شمیر خبريالان،د بشر حقونو فعالانې لاريون کوونکې هم په خپل سري توګه نيول شوي او ډبول شوې دي.

د لیک یوه برخه:« د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پخواني امنیتي ځواکونه او د دولت چارواکي په زور نیول شوي او بې درکه شوي او ځينې بیا بې له محکمې د حکم پرته وژل شوي دي. ورته مهال خبریالان،د بشر حقونو فعالان او ښځینه فعالانې او لاریون کوونکې په خپل سري ډول نیول شوي او اوږده مهال لپاره بې له محکمې له ځان سره ساتل شوي او وهل ډبول شوي دي. طالبانو زیاتره ملکي وګړي له مقاومت جبهې سره د لاس لرلو په تور نیولي او شکنجه کړي یې دي او ان یو شمیر یې وژلې هم دي.» 

د بښنې نړيوال سازمان وايي،په افغانستان د بشر پر وړاندې هغه جرايم زيات شوي،چې د نړيوالو قوانيونو له مخې منع شوې دي.

همدارزا په ياد ليک کې د بشر حقونو له نړيوال سازمان غوښتل شوې،چې اسلامي امارت سره د محاسبې لپاره د يو نړيوال مکانيزم رامنځته کړي. 

اسلامي امارات څو ځلې ويلي وو،چې د اسلامي او ملي اصولو په رڼا کې د هېواد ټو اتباعو حقونو ته ژمن دي او ټولې هغه انديښنې يې رد کړې وې،چې د بشر حقوونو د نقض په برخه کې موجودې وې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist