د استرالیا په پارلمان کې لومړنۍ افغانه سناتوره له نړیوالې ټولنې غواړي،چې افغانان یوازې پرینږدي.
افغاني الاصله استراليايي سناتوره فاطمه پیمان وايي، د اسلامي امارت له یو کلن حکومت وروسته باید نړیوال افغانستان هېر نه کړي.
دغه راز پیمان وايي، هره ورځ ورته له افغانستان بد خبرونه ور رسیږي.
هغې زیاته کړې،خپله کورنۍ یې هم په افغانستان کې ده او هره ورځ د هغوی له لوري بد خبرونه اوري.
فاطمې پیمان د اسلامي امارت په لومړنۍ دوره کې افغانستان پریښی و او ۲۳ کاله وروسته اوس په استرالیا پارلمان کې سناتوره شوه.