• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: پر کوردننه د حکومت وروستیو سیاستونو له امله د مشروعیت مسله ځنډېدلې

admin by admin
2022/08/25

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د مرستیال ځانګړي استازی،چې اوس یې ماموریت پایته رسیدلی ویلي، که وضیعت په همدې توګه دوام وکړي،نو ستونزمنه ده،چې نړۍ د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپیژني. 

د سیاسي چارو کارپوهان واييي، د افغانستان اسلامي امارت باید خپلو کورنیو سیاستونو او پرېکړو کې تغیر راولي،د ښځو حقونه او د نجوونو ښوونځي پرانیزي،له ولسونو سره مشترک حاکمیت رامنځ ته کړي. 

 د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د اسلامي امارت د وروستیو سیاستونو له امله د افغانستان د مشروعیت خبره کلونه شاته غورځیدلې ده،پکار داده،چې اسلامي امارت په خپلو سیاستونو باندې له سره غور وکړي،د ښځو حقونه د نجونو ښوونځیو د نورو ولسونو سره د ډیالوګ او مشترک حاکمیت د رامنځته کیدو لپاره همدا نن لاس په کار شي،سبا به بیا ډېره ناوخته وي.»

ځینې نور بیا وايي، د نړۍ له لوري پر افغان حکومت د بندیزونو لګول او نورې سیاسي ستونزو جوړول د حل لار نه ده او افغان لوری هم باید د خپلو ولسونو لپاره انعطاف وښي،چې نړۍ سره تعامل ته ورسیږي. 

دوی وايي،افغان حکومت باید د رسمیت پیژندنې په برخه کې د نړۍ هغه مشروع شرایط،چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي، ومني.

پخوانی سناتور هاشم الکوزی وايي:« بندیزونه او ستونزې جوړول د حل لار نه ده، د دې مشکلاتو پر ځای دې حاکم نظام تعامل وکړي،اسلامي نظام هم باید انعطاف وکړي، ځکه ۴۰ میلیونه جګړه ځپلي او بې چاره ولس درغاړې دي،هر ډول مسوولیت یې ستاسو دی، دوی باید حل لار پیدا کړي، افغانان له مشکلاتو خلاص کړي دا کار تاسو په خپلو امکاناتو نه شئ کولای،تاسو باید  د ملګرو ملتونو هغه غوښتنې ومنئ،چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي.» 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته اړینه ده،چې د ملي ګټو په رڼا کې نړیوالو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او افغان ولس له اوسني بد وضیعت وژغوري. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« افغانستان اسلامي امارت ته اړینه ده،چې د ملي منافعو په رڼا کې افغانستان له انزوا وباسي او په داسې میکانیزم دې کار وکړي،چې خپل مشروعیت بېرته واخلي او له نړۍ سره ګډه ژبه پیدا کړي،د افغانستان ملي منافع حکم کوي،چې اسلامي امارت دې انعطاف وښي او هېواد دې له داسې یوه وضیعت وژغوري.»

خو اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، په دغه برخه کې د هېڅ هېواد فرمایش نه مني او ټول هغه شرایط،چې د رسمیت لپاره یوه هېواد ته په کار دي،پوره کړي یې دي.

ظاهرآ د نجونو ښوونځیو تړلو او په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د وژلو ادعاء هغه څه دي،چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ یې فاصله زیاته کړې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist