Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 په پکتیا کې یوه یتیم خونه پرانېستل شوه 

admin by admin
2022/08/07

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست وزیر انور منیب په پکتیا کې د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د زمري پر ۱۵ مه» د یوې لوې یتیم خونې پرانېسته وکړه. 

منیب وایي،هېواد کې به په ورته ډول جوړو شویو یتیم خونو کې کې د اسلامي امارت او د مخکېني حکومت د سرتیرو ماشومانو یو ډول پالنه او روزنه ترسره کېږي. 

منیب زیاته کړه:« هغه د ملي اردو،ملي پولیسو او اربکیانو،چې د امریکایانو په ملګرتیا او د هغوی د هدفونو لپاره یې ځانونه قرباني کړي،د هغوی بچیان به موږ هم دلته تربیه کوو.» 

د دغې یتیم خونې میاشتنی لګښت د ترکیې سرې میاشتې له لوري ورکول کیږي او شااوخوا ۳۰۰ یتمانو ته په کې د روزنې او پالنې تابیه نیول شوې. 

په سویل ختیځ زون کې د ترکیې سرې میاشتې استازی مسعود  وايي:« زه الله ته دعا کوم، چې موږ ته دې د بچیانو د غوره روزنې توفیق راکړي او بیا هم د پوهنې له تشکیل او چارواکو د دغه بهیر د ښه تعقیب غوښتنه کوم.» 

اخوا د پکتیا والي محمد علي جان بیا وايي، په پام کې لري،چې د زون پر کچه د یتیمو ماشومانو لپاره یو لویه یتیم خونه جوړه کړي،ترڅو له بېلابېلو ولایتونو په کې زرګونه یتیمانو ته د زده کړو او پالنې زمېنه برابره شي. 

هغه زیاتوي:« موږ اراده لرو، یو داسې تعمیر جوړ کړو،چې د زون پر کچه په کې یتیم خونه فعاله کړو او وکولای شو،دلته د یتمیانو ساتنه او پالنه وکړو او ښه روزنه ورکړو.» 

د پکتیا یتیم خونه په ګردیز ښار کې د بابرک خان لیسې په تازه جوړو شویو ودانیو کې جوړه شوې، او د ګردیز او بېلابېلو ولسوالیو لسګونه یتیمانو ته په کې پالنه او روزنه ورکول کېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist