Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ننګرهار کې خلک د سېلابونو له وېرې تر اوسه خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي

admin by admin
2022/08/04

په ننګرهار  ولایت کې تېره یوه اوونۍ کې د شدیدوو ورښتونو له امله سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. 

خو دغه خطرونه لا هم نه دي وروستي شوي او په ګڼو هغو ولسوالیو کې،چې د تېرې اوونۍ  سېلابونو ځپلي،د بیا سېلاب راتلو احتمال یې شتون لري. 

بټي کوټ ولسوالي،چې له بل هر ځای ډېره سېلابونو ځپلې،اوسېدونکي یې وایي،سېلابونه بې مسیره شوي او د اوسېدو په سیمو یې له دې امله لارې جوړې شوي،چې د خوړونو غاړو ته استنادي دېوالونه  شتون نه لري. 

دوی وايي، که حکومت او موسیسات یاده ستونزه جدي ونه ګڼي او استنادي دېوالونه جوړ نه کړي،د سېلابونو په بیا ځلې راوتلو به یو لوی انساني ناورین رامنځ ته شي.

د بټي کوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« که بیا سېلاب راشي، نو ټول کلي به یوسي. سل په سلو کې دا کلي له منځه ځي. د سېلابونو مخنیوي لپاره دې استنادي دېوالونه جوړ شي او مخه دې ونېول شي.» 

په یو شمېر سیمو کې چې د تورخم جلال اباد لوی لاره هم د سېلابونو له امله ګواښ سره مخ ده او که د سېلابونو مخ ترې وانه ړول شي،د یادې لارې ګڼې برخې به وېجاړې کړي.

خلک وايي، د تورخم جلال اباد لوې لارې تر څنګ د درې ګونو دولتي فارمونو له منځه تلو وېره هم شته  دی،چې اوس مهال ترې هر کال د دولت خزانې ته میلیونونه افغانۍ عاید ورځي.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« دغه سړک عمومي عامه لاره ده. تاسو یې ګورئ،چې دا هم خراب شوی دی. ډېر زیات زیان ورته رسېدلی دی. دا پل اوس مهال د غورځېدو په حال کې دی. که چېرې دولت ژر د دې غم ونه خوري،نو دا پل به هم له منځه ولاړ شي.»  

د سېلابونو د راتلوونکو خطراتو خبره د بټي کوټ ولسوال مولوي محمد شعیب شمشاد ته تائیدوي  او وايي، ستونزه یې له مرکزي مسوولینو سره شریکه کړې. 

شعیب  پر همکارو موسیساتو هم غږ کوي،چې په هغو سیمو کې دې استنادي دېوالونه جوړ کړي،چې سېلابونو تخریب کړي.

شعیب زیاتوي:« څلور پنځه  سمیې لرو،چې استنادي دېوالونه یې جوړ شي. اوس،چې کوم سېلابونه راوتلي، که بیا ځلې د دې په نیمايي هم راشي، نو له نیمې زیاته به د بټي کوټ ولسوالۍ یوسي،ځکه سېلابونو دغه استنادي دېوالونه وړي دي. که چېرې دغه استنادي دېوالونه په معیاري ډول جوړ نه شي، نو ښايي ډېر زیانونه به واړوي.» 

په داسې حال کوي،چې د تېرو سېلابونو له زیان لیدوونکو کورنیو سره تر دې دمه د پام وړ مرستې نه دي شوي او ګڼې کورنۍ تر شنه اسمان لاندې پاتې دي، د نورو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکلونه هم کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist