د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې پلټونکې ادارې ( سیګار) پخپل راپور کې ویلي،په افغانستان کې پر ښځو زور زیاتی اوس هم دوام لري.
راپور کې ویل شوي، افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه زیات شوي او تر اوسه پورې ورته د کار او زده کړو حقونه نه ورکول کیږي.
سیګار خپله هغه درې میاشتنی راپور کانګرس ته سپارلی،چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په کې د ښځو او بشر حقونو په تړاو هم خبرې شوې دي.
سیګار ویلي،د نړیوالو د بار بار غوښتنو سربېره هم اسلامي امارت خپل دریځ ته دوام ورکړی دی.
اخوا د افغانستان اسلامي امارت بیا د نړیوالو بنسټونو هغه ادعاوې ردوي، چې ګواکې دوی له بشري حقونو سرغړونه کوي.