Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: سیمه دې د ترهګرۍ په اړه د اندېښنې پر ځای له افغان حکومت سره ګډه مبارزه وکړي 

admin by admin
2022/07/31

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې دا په ډاګه شوه،چې سیمه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په تړاو اندیښنه لري،خو تراوسه پورې یې په دغه برخه کې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی او نه کوم هېواد په ښکاره  له افغانستان سره پر ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزه پيل کړې ده.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د سیمې ځینې هېوادونه ترهګرې ډلې لري او د دې پرځای چې دغه هېوادونه د ترهګرۍ په تړاو اندیښنې وښي،باید له افغان حکومت سره لاس په لاس له نږدې کاروکړي اود افغانستان نظام په رسمیت وپیژني.

دوی وايي،اوس او له دې وړاندې چې کومې وران کارې ډلې په افغانستان کې نیول شوي، اکثریت یې د سیمې هېوادونو اتباع دي نه د افغانستان.

د مشرانو جرګې پخوانی غړی هاشم الکوزی وايي:«افغانستان ته تروریزم سیمې او همسایه هېوادونو راستولی او رااستوي یې. زه پر دغو هېوادونو غږ کوم،چې تاسو خپل تروریزم بند کړئ،افغان ولس هیڅ کله هم تروریزم ته اجازه نه ورکوي او د سیمې هېوادونه لومړی باید د افغانستان اسلامي نظام پر رسمیت وپیژني،بیا دې ترې ګیلې او خپلې اندیښنې کوي. لومړی د افغانستان نظام پر رسمیت وپیژنه،بیا ترې د هغوترهګرو ډلو له منځه تلو تمه وګړه،چې تاسو یې رااستوئ.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي، د دې پر ځای چې د سیمې هېوادونه پر افغان لوري تورونه پورې کړي،باید له ترهګرۍ ګډې مبارزې لپاره میکانیزم وړاندې او باید عملي ګامونه پورته کړي.

حکمت زیاته کړه:« د دې پرځای چې د سیمې هېوادونه تورونه پورې کړي او افغان لوری په ترهګرۍ متهم وګرځوي،ښه داده،چې له ترهګرۍ سره  د مبارزې د سالم میکانیزم وړاندیز وکړي،چې افغانان د ترهګرۍ د مبارزې مشري پر غاړه واخلي. پرته له دې چې کوم اسناد او شواهد وړاندې کړي او په دغه برخه کې افغان لوري سره همکاري ولري، زموږ ګاونډیان او سیمه ییز لوبغاړي تورونه پورې کوي او دا کار یې هم د فشار واردولو لپاره دی.»

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار بیا په دې باور دی، چې افغانستان د ثبات پر لور روان دی او حکومت یې نه غواړي،چې په افغانستان کې دې داسې  وران کارې ډلې فعالې وي،چې د نورو د ملي حاکمت او ګټو ته دې ګواښ وي.

مختار وايي، غوښتنه یې دا ده،چې سیمه او په ځانګړې توګه د افغانستان دوه ګاونډي، تاجکستان او پاکستان دې نور په افغانستان کې د نیابتي جګړې لپاره له هڅو لاس واخلي او په لوی لاس دې افغانستان او سیمې نه ناامنه کوي.

هغه زیاته کړه:« د سیمې هېوادونه او ګانډیان باید پوه شي،چې اوس افغانستان سولې لور ته روان دی،افغانستان نه غواړي،چې هیڅ کومه ترهګره ډله فعاله وي او د چا ملي منافعو ته ګواښ واقع  شي. غوره داده،چې سیمه او په ځانګړي توګه پاکستان او تاجکستان هغو ترهګرو ډلو ته لابي ونه کړي او بلې نیابتي جګړې ته لار هواره  نه کړي،چې په پایله کې به یې ټوله سیمه وسوزي.»

د افغانستان  اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پرست مولوي امیرخان متقي  بیا په تاشکند ناسته کې مخامخ هېوادونو ته وویل، د افغانستان خاوره به یې پرضد ونه کارول شي او هغه وړه ډله یې نیولې،چې پر ازبکستان یې راکټي بریدونه کړي  ول.

متقي زیاته کړه:« هغه چا چې په ازبکستان باندې بد نیت درلود،هغه مو ونیول،په سزا مو ورسول. د افغانستان خاوره نه د چا پرضد ونه کارول شي او نه موږ چاته د دې اجازه ورکوو،چې د بل پرضد د افغانستان خاوره وکاروي. دا مو په ثبات هم رسولې او په خپله ژمنه ولاړ هم یو.»

افغانستان چې له یوې اوږدې او نیابتي جګړې تازه راوتلی دی،په تیرو څلور لسیزو کې دا لومړی ځل دی،چې ټول افغانستان د یوه واحد مرکزي حکومت له لوري اداره کیږي،خو نړۍ،سیمې،ګاونډیو او د بشر حقونو مدافع بنسټونو پر افغان ولس هر ډول سیاسي او اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist