Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل  له اسلام اباد سره یوه اړخیزه هوکړه لاسلیک کړې 

admin by admin
2022/07/21

د افغانستان اسلامي امارت د صنايعو او سوداګرۍ وزارت له اسلام‌ اباد  راغلي پلاوي سره نوې پنځلس ماده ییزه هوکړه  لاسليک کړې. 

د هوکړې د دوهمې مادې له مخې،پاکستان هېواد ته حق ورکړل شوی دی، چې بې له زماني قيده افغانستان ته خپل اموال وليږدوي،خو افغانستان ته بیا په ټاکلو ورځو کې د خپلو سوداګريزو اموالو د ليږدولو حق ورکړل شوی دی.

افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې هوکړې یوه برخه:« د سوداګریزو توکو د انتقال مودې په اړه دواړه لوري دې پایلې ته ورسېدل،چې پاکستان په هغو ټرانزیټي توکو،چې د دوی له خاورې افغانستان ته داخل کیږي،هیڅ زماني قید نه وضع کوي. همدا رنګه افغانستان له خپلې خاورې څخه پاکستان ته د توکو د لیږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه.» 

دواړو لورو موافقه کړې  ده،چې  د روان ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اګست میاشتې له پیل څخه د افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته به د دواړو هېوادونو بار وړونکې لارۍ ازاد تګ راتګ وکولای شي.

په شوې هوکړه  ليک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوادګريزو او ترانزيټي اسانتياوو په رامنځته کولو سيمه یيز اتصال او د داوړو هېوادونو وګړو ته د ويزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د مسافروړونکو بسونو په تګ راتګ هم توافق شوی دی. 

افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې هوکړې یوه برخه:«موافقه وشوه،چې دواړه هېوادونه به د اګست میاشتې په پای کې په امتحاني توګه د مسافرو لېږد سورلۍ بسونو خدمتونه پیل کوي. په لومړي سر کې به له  ۲ عرادې مجهز او عصري بسونو استفاده کیږي،چې پنځلس ورځې وروسته به له دواړو لوریو دا شمېر پنځه بسونو ته لوړوي. د یوې میاشتې په تېرېدو به دواړه لوري د خدماتو دقیقه ارزونه وکړي، تر څو د یادې چارې د ترسره کولو لپاره د بسونو شمېر مشخص کړي.» 

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا نيوکه کوي،چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ ترسره شوې هوکړه کې ترانسپورټي تعادل په پام کې نه دی نيول شوی او دغه چاره به د هېواد د سوداګرۍ لپاره ښیې پايلې ونه لري.

په  هوکړه کې دا هم راغلي دي،چې په پاکستاني ګمرکونو کې به د هغو توکو طی مراحل ژر کوي،چې په حساس او لږ وخت کې خرابیږي او همدارنګه پاکستاني پلاوي هوکړه کړې،چې د نوې هوکړې تر لاسليک کولو  پورې به  د اپټا ۲۰۱۰ تړون هغه مواردو ته ژمن دي،چې توافق پرې شوی دی.  

د ويلو ده،چې د اپټا ۲۰۱۰ تړون له مخې،د پاکستان ته د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو له لارې افغانستان ته د ترانزیټ اجازه ورکړل شوې وه. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist