د هلمند ولایت امنیتي مسوولین وايي، په مرکز لښکرګاه ښار کې یې د نشه يي توکه یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يې توکو پر وړاندي د مبارزې مدير ملا امان الله قاضي وایې، دغه کارخانه د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې کشف او له منځه وړل شوې.
قاضي د دغې کارخونې په اړه دا نه دي ویلي،چې څوک یې په تړاو نیول شوي او که نه ؟ خو زیاته کړې یې ده،چې یاده کارخونه یې به په بشپړ ډول له منځه وړې ده.
تر دې وړاندې هم د دې ولایت ګرشک او نورو ولسوالیو کې د نشه یي توکو کارخونې له منځه وړل شوي دي.