په سویل کې د پکتیا مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست مشر نصیرالله هجرت وایي، د دغه ولایت زرمت،شواک،ګرده څېړۍ،وزې ځدراڼ او لجه منګل هغه ولسوالۍ دي،چې اوسېدونکي یې له تیرو ۲۰ کلونو راهیسې له مخابراتي چوپړتیاوو بې برخې دي.
هجرت وایي،د دغو سیمو د پوښښ هڅې یې پیل کړي او یو شمیر شرکتونو ورسره د مخابراتي پایو د لګولو ژمنې کړي دي.
هجرت زیاته کړه:« زرمت او یو شمېر نورو ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات نه شته دی او که وي، کم دي. دلته خلک زیات دي. دا خبره موږ له مرکز سره شریکه کړې.»
نصیرالله هجرت وايي، تیرو لسو میاشتو کې یې له ۱۹ تخریب شویو مخابراتي پایو ۱۵ رغولي او بېلابېلو سیمو کې یې پنځه نوې مخابراتي پایې فعالې کړي دي.
هجرت زیاته کړه:« مرکز ګردیز، احمدخېلو ولسوالۍ کې مو پایلې فعاله کړې. د سلام مخابراتي شرکت پایې یې رغولي او بیا فعاله شوې. اوس یې خدمات روان دي.»
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ مشر هجرت وايي، پکتیا کې په بشپړ ډول د نا ثبت شویو سیم کارتونو د پلور مخه نیولې او هغه زرګونه سیم کارتونه یې را ټول کړي،چې په ناقانونه ډول پلورل کیدل.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي،تیرو ۱۰ میاشتو کې یو شمیر هغو ولسوالیو کې انټرنیټي خدمتونه پیل کړي،چې مخکې یې اوسېدونکې ترې بې برخې ول.