• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: زرمت ولسوالۍ کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې

admin by admin
2022/07/16

په سوېل کې د پکتیا  ولایت په  زرمت ولسوالۍ کې د وروستیو  ورښتونو او سېلابونو له کبله لسګونه کورونه ویجاړ او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د غنمو فصلونه زیانمن شوي دي. 

د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«ورښتونو او سېلابونو د خلکو کورونه یې وېجاړ کړل.دا خلک په راتلوونکې د دې توان نه لري،چې خپل کورونه ورغوي،ځکه اوس په افغانستان کې اقتصادي حالت تر بل هر وخت ډېر خراب دی. » 

د زرمت ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«  د زیاتو سېلابونو راتګ له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. » 

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د غنمو فصلونه یې سیلابونو ډېر زیانمن کړي او له مرستندونه بنسټونو غواړي، بېړنۍ مرستې  ورسره  وکړي.

د زرمت ولسوالۍ یو تن ا وسېدونکی وايي:« له حکومته مو هېله دا ده،چې ژر تر ژره دا خوړ ازاد کړي، ترڅو د سېلابونو له امله بزګران زیانمن نه شي.» 

د پکتیا اطلاعاتو  او کولتور ریاست مشر خالقیار احمدزی بیا وايي، په زرمت  ولسوالۍ کې د یو شمېر ادارو له لوري سروې پیل شوې او له بشپړیدو وروسته به بېلابېلو برخو کې له زیانمنو کورنیو سره مرستې وشي. 

هغه زیاته کړه:«  د زرمت ولسوالۍ اړوند سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله په راوتلو سېلابونو کې ولسي وګړو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. په دغه برخه د بېلابېلو ادارو او مرستندویه خیریه موسسو له خوا سروې پیل شوې ده.»  

په زرمت ولسوالۍ کې له سرې میاشتې پرته چا له زیانمنو کورنیو سره تراوسه پورې مرسته نه ده کړې. 

د وروستیو ورښتونو له کبله پکتیا کې سېلابونو شپږ کسان مړه او ۳۲ نور ژوبل کړي،سلکونه کورونه ویجاړ او زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې او باغونه یې تخریب کړي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist