د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت او د خوړو او درملو ملي اداره هغه ادعاوې بې اساسه بولي،چې ګواکې د هېواد بازارونه د درملو او طبي توکو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو او درملو ملي کمېټې مشر عبدالباري عمر وايي،د درملو بیو کنترول او د خلکو اندېښنو حل په موخه ې يوه کمېټه جوړه کړې.
عمر زیاته کړه:« موږ د ټولو درملو کمښت نه تائید کوو. که تاسو فکر کړی وي،څلور میاشتې کېږي،چې یو شمېر تجاران د درملو کمښت چیغې وهي، خو بیا هم په بازار کې درمل شته دی. دا د دې ښکارندويي کوي،چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي،چې پر نظام،خپلې هغه غیر مشروع غوښتنې ومني،چې په هغې کې د دوی شخصي ګټې ډېرې زیاتې دي. یعنې دا خلک له ملي ګټو ډېر شخصي ګټو ته کار کوي. نو پر همدې اساس د خوړو او درملو ملي اداره ژمنه ده او په کلکه مو دا هوډ کړی دی،چې موږ به د کیفیت او مصونیت لپاره کوو.»
عمر وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلن وکړي،چې په خپل سري ډول د درملو بيې لوړوي او یا په قاچاقي ډول درمل واردوي.
هغه زیاته کړه:« یو شمېر کړۍ هڅې کوي،چې درمل پر لوړه بیه وپلوري، خو موږ هڅې پيل کړي،چې دغه کسان ونیسو. زموږ ټیمونه هره کار کوي. زه خپله هم اوس د شپې له لوري یوه یا دوه شپې وروسته له ملګرو سره ووځم،نوکریوالو درملتونونو ته ورځو. درملتونونو ته په بېلابېلو بڼو ورځو، نخسې وروړو،ترڅو دوی موږ ونه پېژني،چې دا کوم خلک دي. زموږ هڅې روانې دي،چې دغه خلک پيدا کړو او د قانون منګولو ته یې وسپارو. هر هغه څوک چې دلته درمل پر لوړه بیه پلوري، هغوی به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.»
بل پلو د درملو جوړولو کارخونو مسوولین بیا وايي، په لوړه کچه پانګونه شوې او کولای شي، ۲۵ سلنه اړتیاوې پوره کړي.
دوی د څو قلمه درملو کمبود مني، خو وايي،په ټولیز ډول افغانستان ته د درملو واردات په عادي ډول تر سره کیږي.
د افغانستان د درملو کارخونو مشر کمال الدین کاکړ وايي:« ځنې داسې درمل کم شوي دي،چې د هغو د راوړلو امکانات نه د خصوصي سکتور په وس کې ده او نه هم دولت څه کولای شي، هغه په دې خاطر،چې د ا.ا.ا پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، دلته د ځېنو هېوادونو الوتنې نه شته دي. هغه په دې مانا،چې وړاندې دا اقلام په غیر قانوني بڼه راوړل کېدل. کله کله دا درمل د ترانزیټ په بڼه راتلل او یا هم د نورو هېوادونو له لوري،چې کومې الوتنې خلاصې دي، راوارد کېږي. د ځنډ لامل یې هم همدا دی.»
په همدې حال کې عامې روغتیا وزارت د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند پروان هوټل سیمه کې ۱۱۰۰ کارتنه تاریخ تیره پاراسیتامول،سیرومونه کشف او ضبط کړل.
د کابل په بازارونو کې د درملتونونو هټيوال د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي،چې د درملو په برخه کې له احتکار کوونکو سره قانوني چلن وکړي.
کابل کې یو تن درمل پلورونکی وايي:« له مسوولینو مو هېله دا ده،چې د درملو پر واردوونکو شرکتونو باندې کنټرول وکړي او په ځانګړي ډول پر ترکي درملو باندې، ځکه بیې ډېرې لوړې دي. ډالر راښکته شوي، خو بیا هم د درملو بیې خورا لوړې دي. اوس د درملو واردوونکي شرکتونه وايي،چې مالیه پرې ډېره راځي او له همدې امله یې بيې لوړې دي.»
د مالوماتو له مخې، دامهال شااوخوا ۱۶۰۰ لوی او واړه شرکتونه افغانستان ته درمل واردوي.
د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولین وایي، د هېواد په ټولو بندرونو کې د درملو د کیفیت مالومولو لپاره لابراتوارونه یې نصب کړي او هېواد ته یې د بې کیفیته درملو واردولو مخنیوی کړی دی.