Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حقاني د امارت غړیو ته: په شخصي مسایلو کې له بیت المال استفاده مه کوئ

admin by admin
2022/07/05

 د یوې پوځي هلیکوپترې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هغه مهال غبرګونونه راپارول،چې ګواکې د یوه سیمه ییز طالب قوماندان له لوري شخصي کارول شوې ده.

سره له دې چې د افغانستان اسلامي‌امارت مرستیال ویاند قاري یوسف احمدي، په یو ټویټ کې دغه ادعاوې تبلیغات وبلل او په کلکه یې رد کړل،خو تازه د د افغانستان اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په یو غږیز پیغام کې د امارت ټولو غړو توصیه کړې،چې په شخصي مسایلو کې له بیت المال استفاده ونه کړي. 

حقاني د اسلامي امارت ټولو غړو ته توصیه کړې،چې مغرورانه حرکتونه دې نه کوي او داسې اعمال دې نه ترسره کوي،چې ولس خوا بدی کېږي. 

حقاني زیاته کړې:« د دې لپاره،چې موږ هرچاته جوابګوی یو،په دې کې موږ به خپل مشرتابه ته څه ووایو؟ ملت ته به څه وایو؟ د دې لپاره له بیت المال سره ډېر پام کوئ. بې نهایته پام کوئ،داسې اعمال چې په ملت باندې ښه نه لګیږي او مغرورانه حرکتونه وي،له دې جدي وګرځئ او منع ترې وکړئ .» 

حقانی دا هم ویلي، یوه وړه غلطي یې ټول صف بدنامولی شي او خپل ولس ته ځواب ویونکي دي. 

هغه زیاتوي:« اوس داسې ځای ته موږ راغلو او د مادیاتو میدان ته موږ راګډ شو،دحکومت میدان ته راګډ شو اوس هر رقم نفسي خواهشات انسان مغلوب کوي. د دې له امله چې اوس یوه وړه غلطي چې کیږي،د جهاد ټول صف بدناموي او یقینآ چې اوس موږ خپل خوار ملت ته جواب نه لرو.»

 اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، له پخوانیو چارواکو سره د اسلامي امارت توپیر همدا دی،چې دوی له دولتي وسایلو شخصي ګټې نه اخلي،خو اندېښنه لري،که په ټولنیزو رسنیو کې دهلیکوپټرې خپره شوې ویډیو حقیقت ولري او دغه کړنې دوام وکړي،نو ولس به له حکومته واټن واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« د طالبانو او پخوانیو چارواکو ترمنځ چې یو ستر توپیر دی،هغه دادی،چې پخوانیو چارواکو به باډي ګاردان،له کوره سیمټي دیوالونه راتول کړي و او له دولتي وسایلو به یې استفاده کوله،خو دطالبان داسې نه دي او په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو که ریښتیا  وي، د امارت او خلکو ترمنځ به واټن پیدا کړي.» 

له وړمې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې پوځي چورلکې ویډیو لاس په لاس کېږي،چې ګني د اسلامي امارت یوتن غړي په‌ کې د خسرګنۍ کور نه د کورنۍ غړي انتقال کړي،چې دغسې مسلې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غبرګونونه راپارولي او له اسلامي‌امارته یې د موضوع څېړلو غوښتنې شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist