د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجکي سیال امام علي رحمان سره تر لیدلو وروسته ویلي،افغانستان کې د وضعیت نورمال کېدو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کوي.
پوتین ویلي، تاجکستان په افغانستان کې وضعیت په ښه ډول ارزولای شي او کولای شي، هرڅه له نږدې تشخیص کړي.
هغه زیاته کړې،تاجکستان دا پریکړه ښه کولای شي،چې د سیمې ثبات او د ګواښونو مخنیوي لپاره باید څه وشي.
دغه راز د روسیې ولسمشر ویلي، غواړي، د افغانستان ټول قومونه په حکومت او سترو او کوچنیو مسایلو کې برخه ولري.