Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مومند: افغان سوداګر به له دې وروسته لومړني توکي او نفت په مستقیم ډول له روسیې اخلي

admin by admin
2022/06/29

د افغانستان سوداګرۍ خونه مشر یونس مومند وايي،له روسي اړخ سره یې په دې خبرې کړي،چې له دې وروسته به افغان سوداګرۍ په مستقیم ډول له روسیې توکي افغانستان ته راواردوي.

مومند وايي،غوړي،غنم ، تیل او اوړه هغه توکي دي،چې د نورو هېوادونو پرځای له روسیې ا خېستل کیږي،چې له دې سره به په افغانستان کې د توکو بیه راټیټه شي او  د خلکو اقتصاد به هم ورسره ښه شي.

مومند زیاته کړه:« زموږ سوداګر به  وشي کولای شي،چې په مستقیم له روسیې غوړي،غنم او تیل راونیسي،چې دا به د افغانستان د خلکو په اقتصاد کې پرمختګ وي. له دې سره به هم ټول مواد ارزانه تمام شي او هم د کیفیت له پلوه به ښه وي.» 

خو د  سوداګرۍ وزارت بیا وايي،د افغانستان او روسیې ترمنځ په دې تړاو لومړنۍ خبرې او بحثونه شوي دي،خو تراوسه هوکړې ته سره نه دي رسیدلي.

د یاد وزارت ویاند سلیمان شاه ظهیر په کابل او نورو ښارونو کې د لومړنیو توکو د بیې له راټیټیدو هم خبر ورکړ.

ظهیر زیاتوي:«د افغانستان او روسیې ترمنځ مقدماتي مذاکرات شوي او تر اوسه پورې کومې موافقت نامې ته نه دي رسیدلي،خو په بازارانو کې د غوړیو، اوړو او نورو اولیه موادو قیمتونه راکم شوي دي.» 

په ورته مهال د افغانستان سوداګرۍ خونې هڅې پیل کړي،چې د سیمې د سوداګرۍ خونو ترمنځ د یوې ناستې کوربتوب وکړي او موخه یې هم د سوداګرۍ په برخه کې د مرکزي او سویلي اسیال ترمنځ افغانستان ته د اتصال رول ښودلې ده. 

د یادې خونې مشر یونس مومند وايي:« موږ غواړو،چې د سیمو د سوداګرۍ خونو یوه ناسته په افغانستان کې جوړه شي،چې څنګه د افغانستان د سوداګرۍ خونه کولای شي،چې په سیمه کې د اتصال رول ولوبوي،چې په دې ناسته کې به هم د جنوبي اسیا او هم د مرکزي اسیا سوداګرۍ خونې وي‎،جمع روسیه او ایران،چې دا دواړه هېوادونه به هم په کې شامل وي.» 

په دې وروستیو کې نه یوازې تیل بلکې د ټولو لومړنیو توکو بیې د هېواد په بازارونو کې لوړه شوي،چې خلک یې د رانیولو توان نه لري. 

له اسلامي امارت غوښتنه داده،ؤچې په دغه برخه کې جدي اقدام وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist