د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یوه کس د مرضیې په نوم خپله ۳۰ کلنه مېرمنه وژلې ده.
دوی وايي، یاده پیښه پرون شوې،چې عامل یې هم پیژندل شوی او د محمد عارف په نوم یو کس دی.
ویل کیږي،محمد عارف د دویمې امنیتي حوزې له لوري نیول شوی او اوس ترې څېړنې دوام لري.
دا پیښه داسې مهال کیږی،چې د تېرې دوشنبې پر ورځ په بادغیس ولایت کې یوه ۲۰ کلنه ښځه په مرمۍ وېشتل شوې او وژل شوې وه.