له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي، د هڅو پایله کې یې نن چهارشنبه د مخکېني حکومت د مشرانو جرګې مرستیال حسیب الله کلیمزی بېرته هېواد ته راستون شو.
کلیمزی وروسته له هغې کابل ته راځي،چې پرون د پوهنې پخوانی وزیر او د لغمان او فراه ولایتونو مخکینی والي اصف ننګ هم هېواد ته راستون شو.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویلي،په ولسي جرګه کې د سمنګان پخوانی استازی هم هېواد ته راغلی دی.
د یاد کمېسیون مسوولین وايي، د دوی هلې ځلې دوام لري او په راتلونکي کې به نور افغان چارواکي هم هېواد ته راستانه شي.