د افغانستان صرافانو ټولنې مشر عبدالرحمان ځېرک وايي، په بازازونو کې د افغاني بانک نوټونو کموالي او ډېرزوړوالی د پولي معاملاتو او کاروباریانو پر وړاندې لویه ستونزه ده او له افغانستان بانک غواړي، بازار ته نوې بانک نوټونه وړاندې کړي.
ځېرک زیاتوي:« اړتیا شته ده،چې نوي افغاني بانک نوټونه بازار ته راشي، ځکه بهرنۍ مرستې هم ډېرې راروانې دي. ډالر هم په بازارونو کې زیات دي، نو باید یو څه افغاني بانک نوټونه راپیدا شي. هېله مې دا ده،که چېرې افغانستان بانک سره په خزانه کې نوي افغاني بانک نوټونه وي، بازار ته دې وړاندې کړي او که نه وي، دغه ستونزه باید حل کړي. د نويو افغاني بانک نوټونو چاپ لپاره باید هلې ځلې وکړي. موږ ته د افغانستان له ټولو بازارونو شکایتونه رارسېدلي،چې افغاني بانک نوټونه هم کم دي او هم زاړه شوي دي.»
بل خوا سوداګروایي،که نوې افغاني بانک نوټونه چاپ نه شي، لويې او کوچنۍ راکړې ورکړې به له ستونزو سره مخامخ کړي.
یو تن سوداګر نصیر احمد عرب وايي:« د نویو افغانیو بانک نوټونو نه چاپېدل به په بازارونو کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي، ان تر دې چې کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ به ودروي. له دې اړخه په تجاري کچه ډېرې اندېښنې شتون لري، ځکه زړې پیسې به بازارونو کې د خپلې بیې په پرتله څو سلنه ټیټې وپلورل شي. »
صرافان ټولنې مشرر عبدالرحمان ځېرک وايي، د افغانۍ واړه بانکنوټونه سولیدلي او ډېری یې د چلښت وړ نه دي او همدا لامل دی،چې هټيوال او صرافان له عامو خلکو دغه پيسې نه شي اخېستلی.
هغه زیاته کړه:« په بازارونو کې افغانۍ ستونزې رامنځته کړي، ځکه له یوې خوا افغاني بانک نوټونه کم دي او له بلې خوا دا بانک نوټونه ډېر زاړه شوي دي، په ځانګړي ډول پنځه سوه ګون او له هغې واړه بانک نوټونه. نو یو لامل همدا دی،چې افغانۍ د ټولو اسعارو پر وړاندې قوي ده، ځکه کمه ده.»
دا په داسې حال کې ده،چې له تیرو څو میاشتو راهیسې ګڼ هېوادوال د افغاني بانک نوټونو له کموالي او زړښته شکایت لري او له افغانستان بانک غواړي،چې زاړه بانک نوټونه له بازارونو ټول کړي او نوې چاپ شوې بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک ویاند بیا د خلکو غوښتنو او د صرافانو ستونزو په تړاو خبرو کولو ته حاضر نه شو.