د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي،د پولیو واکسین دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي، او په ټول هېواد کې به له پنځه کلونو کمعمره نږدې ۹،۷میلیونه ماشومان واکسین شي.
عباد وايي، سږکال د ټول هېواد پر کچه د پولیو (ګوزن) ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې،پداسې حال کې چې تیر کال څلور مثبتې پيښې ثبت شوې وې.
عباد زیاته کړه:« د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې له پنځه کالو کم عمره ماشومان باید ټول واکسین کړو. الحمد الله په روان ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې موږ د ګوزڼ یوه مثبته پېښه لرو. که دا کال په همدې بڼه منفي ولاړ شي، نو انشاء الله لرې به نه وي،چې پولیو به افغانستان کې له منځه ولاړه شي او افغانستان به له پولیو خلاص شي.»
په ورته وخت کې عباد وايي، دغه څلور ورځينی کمپاین د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پایته رسیږي،خو په پکتیکا او د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې به له یوې اوونۍ ځنډ وروسته د پولیو واکسین کمپاین پیل کړي.
هغه زیاته کړه:« متاسفانه،درې ولسوالیو کې د خوست سپیره او د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو کې چې حالات بېړني دي، هلته حالت کړکېچن دی، د یادو ولسوالیو بېړني حالت په پام کې نیولو سره ښايي دا کمپاین لږ وروسته پیل کړو. خو د کمپاین اراده مو شته دی، چې هلته ټول ماشومان باید واکسین کړو.»
د ګوزن ضد واکسین دغه کمپاین په داسې حال کې پیل شو،چې تیر ځل کمپاین کې له پنځهکلنۍ کم عمره نږدې لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکړل شول.
د یونېسف په مالي ملاتړ د پولیو واکسین څلور ورځينی کمپاین د دوشنبې پر ورځ پيل شو او په څلورو ورځو کې به ۹ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومانو ته د واکسین څاڅکې ورکړل شي.
روغتیا وزارت له والدینوغوښتي دي،چې له تل پاتې معلولیته د ژغورلو لپاره دې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي.