ځایي سرچینې وايي،د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د څو اونیو نښتو له امله لسګونه کورنۍ د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ ته کډه شوي دي.
سرچینې وايي،دغو بې ځایه شوو کورنیو اوس په بند پیتاب سیمه کې اړولي دي.
د سرچینو پر وینا، اوس دغه کورنۍ په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بامیان ولایت چارواکي وايي،له مرستندویه بنسټونو او نورو موسساتو سره یې بېړنۍ ناستې کړي،ترڅوبې ځایه شویو کورنیو ته په مرسته رسولو کې همکاري وکړي.