د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ا یالتو ځانګړې استازې رینا امیري وايي،له نورو لویدیځو متحدینو سره یې کتلي او د افغان ښځو او په عموم کې د ټولو افغانانو د حقونو په تړاو یې خبرې کړي.
امیري وايي،له اروپایي استازو او نورو مشرانو سره یې دغه ناسته په دوحه کې شوې ده.
امیري زیاته کړې،چې په دغه ناسته کې یې غوښتنه دا کړې،چې نړۍ باید د افغان وګړو د حقونو لپاره یو پیاوړی او اصولي دریځ پیدا او پر هماغه دریځ ودریږي.
امیري تر دې وړاندې هم د ملګروملتونو د بشر حقونو له شورا غوښتنه کړې وه،چې افغانستان کې د لږکیو او ښځو وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي او جدي اقدامات وکړي.