Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسدالله هارون: د کوانتانامو زندان کې سخت شکنجه شوی یم 

admin by admin
2022/06/28

اسدالله هارون، چې د نړۍ ترټولو خطرناک او پیچلي زندان ګونتنامو کې یې یوه نیمه لسیزه بند تیر کړی، له شمشاد ټلوېزیون سره یې د ځانګړې مرکې پر مهال  په یاد زندان کې د سختو ورځو کیسه کړې.  

هارون اقتصاد لوستی، د شاتو کاروبار یې کاوه، په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې ۱۵ کاله وړاندې د ګډو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې،جلال اباد کې ونیول شو.

 هارون وايي،له څو ورځو وروسته کابل ته راوړل شو،د کابل هوایي ډګر کې ایتلافي ځواکونو ته وسپارل شو، درې میاشتو لپاره یو پټ زندان کې ساتل کیده او وروسته د بګرام زندان ته،چې د امریکايانو په واک کې و، انتقال شو.

هارون وايي،دغه ټولې ورځې له ځورونو، ربړونو او شکنجو ډکې وې.

هارون زیاته کړه:« په جلال اباد کې زه دومره شکنجه شوم،چې ان له وهلو وروسته یې اجازه نه راکوله،چې کېنم. خو داسې وخت به راغی،چې وبه یې وویل، کینه، زه به ۱۱ دقیقو کې کیناستی نه شوم. له ډېر درده ودرېدی هم نه شوم. په ننګرهار کې چې زه د څومره وخت لپاره پاتې شوی یم، د ورځې او شپې ځړول شوی وم او څېړنې به وې. له څېړنې وروسته به وهل ول. کله به چې څېړنه نه وه، بیا به زه ځوړند وم.» 

ګونتنامو ته هېڅ بشري اداره لاس رسی نه لري او یوازې د دوسیې د وضاحت او فشارونو کمولو لپاره یو نیم کال غذایي اعتصاب کوي،چې خواړه د پزې له لارې ورکول کیږي.

هارون وايي:« په کوانتانامو کې خو په بېلابېلو دورو کې یوه میاشت او ان یو کال  اعتصاب مې هم کړی دی. وروستی د خوړو اعتصاب مې چې کړی وه، هغه یو نیم کال وه.»

دغه راز هارون وايي، له ۱۵ کاله سختو ربړونو وروسته یې هم  جرم ثابت نه شو.

هغه زیاته کړه:« زه د القاعدې غړی نه وم  او نه یم. دوی چې کوم تورونه لګولي ول، په هغې اړه هېڅ ثبوت نه درلود. په اخري ځل، چې محکمې کې مې قضیه هم وګټله، د هغې دوسیې پایله هم همدا وه،چې دی د القاعده غړی نه دی او نه هم کومه اړیکه ورسره لري.» 

اسدالله هارون د محکمې د حکم له امله، چې وړاندې یې برات ورکړی و،خوشې نه شو، بلکې د یوې هوکړې له مخې ازاد شو،خو ان په وروستۍ ورځ هم، د هغه انساني کرامت ته درناوی ونه شو.

هارون وایي،له دومره اوږدې ربړونې وروسته هم پر چا کار نه لري او غواړي، چې ارام پریښودل شي. 

دغه راز اسدالله هارون وایي،اوږدو شکنجو او ربړونو یې خوب خراب کړی، روغتیا یې سمه نه ده او اړتیا ده، چې خپله درملنه وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist