• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا بلخېلو،میاخېلو او د خوست صبریو قومونو تر منځ اوربند وشو

admin by admin
2022/06/22

په سویل کې د پکتیا بلخېلو،میاخېلو او د خوست صبریو قومونو تر منځ د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱  کال د غبرګولې پر ۳۱ مه»  اوربند وشو او د ځمکې پر سر را پورته شوې شخړه به د خبرو له لارې هواریږي.

د دغو قومونو ځوانان تیر ۲۷ کلونه د ځمکې پر سر را پورته شوې شخړې له کبله یو بل ته مورچلونو کې ناست وو او اوس یې تر منځ اوربند شوی.

د خوست صبریو  یو تن قومي مشر وايي:« دری خواوې دې ته متحد شول، چې اوربند کوو. اوربند د چا  د وشو، یعنې بلخېلو، میاخېلو او ځمبر صبریو یعنې دا ۲۷ کلنه جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي.» 

د بلخېلو،میاخېلو او صبریو قومي مشران وایي،تیرو قومي وسله والو شخړو کې یې سلګونه ځوانان وژل او ټپیان شوي او ملیونونه افغانۍ زیان یې لیدلی. 

د صبریو یو تن قومي مشر وايي:«شلو کلونو نه ډېر وخت کیږي،چې جګړه وه. دوی به موږ ویشتو. موږ به دوی ویشتل. څاروي مو هم سره ویشتل،چې غره ته به راغلل.» 

د بلخېلو یو تن قومي مشر بیا وايي:«دیرشو کلونو کې جګړو کې د پکتیا او خوست سلګونه ځوانان وژل شوي ، ټپیان شوي او مالي زیانونه هم رسیدلي دي.» 

دغه قومي شخړه به د څلورو ولایتونو د والیانو او قومي مشرانو د ګډ کمېسیون له لوري حل کیږي. 

د پکتیا امینه قوماندان محمد عمر مخلص وايي،سیمه کې د امنیتي ځواکونو څو پوستې جوړیږي،ترڅو د بیا ځلې جګړو مخنیوی وکړي. 

مخلص زیاته کړه:« موږ دا پلان لرو،چې دا کومې مورچلې چې دي، دا ورانې او پر ځای یې د امنیتي ځواکونو لپاره پوستې جګړې کړو،ترڅو په راتلونکي کې د قومونو تر منځ بیا ستونزه را پیدا نه شي.» 

د بلخېلو،میاخېلو او صبریو قومونو تر منځ اوږدې وسله والې شخړې له کبله له کلونو راهیسې د خوست او پکتیا د یو شمیر ولسوالیو لارې تړلې وې او اوس دغه لارې بېرته پرانېستل شوي دي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist