Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ستانکزی: اسلامي امارت په افغانستان کې زده کړو ته ژمن دی

admin by admin
2022/06/18

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شير محمد عباس ستانکزي لوګر کې ولسونو سره په کتنه کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې.

ستانکزي په افغانستان کې د نجونو او نارینه و د زده کړو په اړه د اسلامي امارت د ژمنتیا یادونه وکړه.

ستانکزي زیاته کړه:« د زده کړو موضوع نن ورځ ډېره ګرمه ده. په رسنیو کې په دې اړه خبرې کېږي. هر هېواد کې چې ۴۰ کاله جګړه تېره شي، هلته به یوازې زده کړې نه  بلکې د ژوند  ټول اړخونه به متاثر شوي وي. افغانستان کې هم همداشان ده. افغانستان کې تل په دې ۴۰ کالو کې له افراط او تفریط کار اخېستل شوی دی. یو نظام راځي، یو قانون لري، بل نظام راځي، بل قانون لري. خو دا ځل به انشاء الله افغانستان کې د خدای او د هغه رسول قانون پلی کېږي.کوم حقوق چې نر او ښځې ته اسلامي ورکوي، اسلامي امارت هغې ته  ژمن دی،چې ورته ورکوي به یې. اسلام علم پر نر او ښځه فرض کړی دی، د علماوو فتواوې شتون لري،هېڅوک له دې انکار نه شي کولای. اسلامي امارت دې ته  ژمن دی،چې دواړو نر او ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.» 

د اسلامي امارت مسوولینو ته هم ستانکزي سپارښتنې لرلې،چې خپلې ادارې د ولس پر وړاندې پرانیستي وساتي.

ستانکزی  زیاتوي:«په ځانګړي ډول په رسمي دفترونو کې، هڅه وکړئ، وروڼو چې دفترونو کې  خپلو ملګرو  طالبانو ته وایم،چې دفترونه مو د عوامو پر مخ خلاص پرېږدئ. البته امنیتي ستونزې به وي، د خپلو قوانینو مطابق کار وکړئ، خو د عوامو پر مخ یې خلاص پرېږدئ. پرېږدئ،چې عوام هرچاته رسېدنه وکړی شي. اصل شریعت هم همدا ده.» 

تر ډېره نیوکې شتون لري،چې اسلامي امارت کار اهل کار ته سپارلو کې پاتې راغلی، خو ستانکزی ټینګار لري، چې اسلامي امارت کار اهل کار ته په سپارلو کې ريښتینی دی.

هغه زیاته کړه:«موږ له مسلکي اړخه هېڅ ستونزه نه لرو. مسلکي کادرونه ډېر لرو، په زرګونو. ډاکټران لرو، انجینران لرو، اقتصاد پوهان لرو، ساینس پوهان لرو او ښه ښه علماء لرو. موږ نړیوالو ته احتیاج نه یو.» 

افغانستان کې د بیان ازادي هغه څه چې نړیوال یې اندېښمن کړي او په اسلامي امارت نیوکې لري، چې ګواکې د بیان ازادۍ ته درناوی نه لري، خو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین غوښتنه لري، چې د  بیان ازادۍ ته باید درناوی وشي.

ستانکزي له  ولس سره په کتنه کې افغانستان کې تېر ۲۰ کاله دروغجن یاد کړل، د ملت په یووالي او د زده کړو په ترلاسه کولو یې ټینګار درلود.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist