Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د عامې روغتيا وزارت او لاهور پوهنتون ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

admin by admin
2022/06/15

کابل ته د پاکستان د لاهور پوهنتون راغلي پلاوي د اسلامي امارت عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد سره د سه شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲۴مه» يو هوکړه‌لیک لاسليک کړ.

د هوکړې له مخې، به ياد پوهنتون د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره په کابل، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د پاکستان له لورې د جوړ شویو درې روغتونونو پرسونل ته معاشونه ورکوي.

عباد وايي:« د لاهور پوهنتون یو پلاوی،چې دلته راغلی دی، غواړي په افغانستان کې د پاکستان اړوند،چې کوم روغتونونه دي، هغه که علي جناح روغتون دی، د امین الله خان د لوګر روغتون دی، که ننګرهار کې د ګردو روغتون دی، غواړي، په اقتصادي او مسلکي ډول باندې زموږ روغتونونو ملاتړ وکړي.»

د عامې ورغتيا سرپرست وزير په خبره پاکستان حکومت په افغانستان کې د يادو روغتونونو مالي تمويل لپاره ځانګړې پلان لري او په نږدې راتلونکې کې به يې همکاري عملاُ پیل شي.

هغه زیاته کړه:«  وړاندې هم د پاکستان حکومت د یادو روغتونونو لپاره بودیجه مشخص کړې وه. انشاء الله په دې نږدې ورځو کې به راځي، په دې کې د تېرو ۹ میاشتو کې د روغتونونو کوم لګښت چې دی، جمع په دې روغتونونو کې چې کوم پرسونل دی، د هغوی د ۹ میاشتو معاشونه به په بشپړ ډول ورکړل شي.» 

د هوکړې لاسلیک کولو دغو مراسمو ته، د پاکستان سفير  منصور احمد خان هم راغلی و او په خپلو خبرو کې یې ډاډ وښود،چې د لاهور پوهنتون به په کابل کې د علي جناح روغتون ته درمل او د اړتیا وړ نور امکانات برابروي.

هغه زیاته کړه:«موږ همدا اوس د جناح روغتون او لاهور پوهنتون ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه،چې پر بنسټ به یې د یاد روغتون ظرفیت لوړیږي او له روغتون ادارې ترڅنګ به له روغتیا وزارت سره هم مرسته وشي،ترڅو دا روغتون پر مخ بوځي. د لاهور پوهنتون  هره میاشت جناح روغتون ته درمل ورکوي  او  د امکاناتو په نوي کولو کې به هم مرسته کوي.» 

د پاکستان  لاهور پوهنتون  له لورې د کابل علي جناح په شمول ورته نورو روغتونو کې روغتیايي پرسونل ته د معاشونو ورکولو هوکړه داسې مهال لاسلیک کېږي،چې د دغو روغتتونونو ډاکترانو او نور پرسونل ته د څو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist