Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خوست موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ځنګلونو کې لګېدلی اور مړ شو 

admin by admin
2022/06/15

د خوست موسی خیلو او قلندر ولسوالیو د جلغوزیو ځنګلونو کې لګیدلی اور ۴۸ ساعته وروسته د ولسي خلکو او حکومتي مسوولینو پر ګډو هڅو په بشپړ ډول مړ شو .

د یاد ولایت د اطلاعاتو او  کولتور ریاست مشر شبیر احمد عثماني وایي،تر اوسه پورې د اور لګیدنې لامل څرګند  نه دی، په اړه یې څیړنې پیل شوي او د بیا اورلګېدنې د مخینوي لپاره تدابیر نیول شوي دي. 

عثماني زیاته کړه:« په سیمه کې اور ختم شوی دی،خو اوس د دې اور د بیا تازه کیدو د مخنیوي لپاره اسلامي امارت تدابیر نیولي او کسان یې ګومارلي دي. هغه سکروټې او انګار چې پاتې دي، بادونه یې تازه کوي د مړه کیدو هڅې یې روانې دي.» 

د خوست ښار اوسیدونکي چې وړمه شپه ناوخته د اور وژنې لپاره سیمې ته تللي وو وایي، اور اوس په بشپړ ډول مړ شوی دی. 

د خوست یو تن اوسېدونکی طاهر جان وايي:« هلته سیمه کې دا یوه ستونزه وه،چې اور د باد له کبله څو ځله تازه شو.غرمه کې بیا تازه شو، خو ماسپښین مو له منځه یووړ او اوس اور په بشپړ ډول مړ شوی دی او وجود نه لري.» 

د خوست قومي مشران بیا وايي، د اور لګېدنې له کبله د جلغوزیو ګڼې ونې سوځیدلي او د اسلامي امارت مسوولین دې د ځنګلونو ساتنې په موخه کمیټه جوړه کړي او یا دې قومي تړونونه رامنځته کړي.

 د خوست یو تن قومي مشر جنت ګل جنت وايي:« د اسلامي امارت اداره دې د دې لپاره کمېسیون وګوماري،چې له ځنګلونو ساتنه وکړي. د جلغوزي یوه ونه ډېر قیمت لري او باید ساتنې ته یې پاملرنه وشي.»

د خوست اطلاعاتو کولتور ریاست وایي، سیمې ته د کرنې مشر په ګډون یو شمیر نور مسوولین  د مالي زیانونو مالومولو لپاره تللي دي،خو د دوی لومړني مالومات ښیي،چې ځنګلونو ته ډېر زیان نه دی رسېدلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist