د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې د ښځو،نجونو او نورو بنسټیزو بشري حقونو ته په نه پام او درناوي اندېښنه لري او ویلي یې دي چې، پر دوی بېلابېل محدودیتونه لګول شوي دي
امنیت شورا دغه څرګندونې د ښځو او نجونو د کار، زده کړو، آزادیو او ګڼو نورو بندیزونو ته په اشارې کړې دي او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ (یوناما) غوښتي دي،چې وضعیت له نږدې وڅاري او په تړاو یې له سیاسي او مسوولو مشرانو سره اړیکې وکړي.
ورته مهال امنیت شورا په یاده خبرپاڼه کې له اسلامي امارته غوښتي، چې د ښځو د بنسټیزو آزادیو د محدودولو سیاست ختم کړي.
اخوا د افغانستان اسلامي امارت بیا تر اوسه پورې د یادې خبرپاڼې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.