د ملګروملتونو د بشري همغږۍ ادارې (اوچا) وايي، د ښځو او نجونو زده کړې او کار ته اجازه ورکول د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره اړینه ده.
د یادې ادارې مشر وايي، د نن ښځینه زدکوونکې د سبا ورځې ډاکټرانې او انجینرانې دي او د خدمتونو جوګه کیدای شي.
اخوا ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم څو ځلې له اسلامي امارته غوښتنه کړې،چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانېستلو ته اجازه ورکړي.
خو اسلامي امارت ټینګار کوي،چې په دې تړاو یې طرحه وروستۍ کیدو ته نږدې ده.