د افغانستن اسلامي امارت د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره بودیجه برابره کړې،چې د څه باندې ۲۳۱ میلیارد افغانۍ اټکل شوې،چې ۲۰۳ درې ملیارده یې عادي او ۲۷ عشاریه ۹ ملیارده یې پراختیايی بودیجه ده.
اقتصاد پوهان وايي، پراختیايي بودجه چې زیاته مهمه برخه ده،د روان مالي کال لپاره کمه په پام کې نیول شوې ده.
دوی وايي، په پراختیايي بودیجه کې باید داسې پروژې په پام کې نیول شوې وای،چې د هېواد په اقتصاد او د خلکو په ورځیني ژوند یې مستقمآ اغیز درلودی.
د اقتصاد پوهان په باور، اوسنۍ بودیجه به په خپله د لګښت او تمویل انډول له منځه یوسي او اغیزمنه به هم نه وي.
اقتصاد پوه نورالله عزیز وايي:«په دې بودیجه کې باید دوی هڅه کړې وای،چې هغه پروژې یې په کې نیولې وای،چې هغه د افغانستان لپاره عواید ولري.په دغه برخه کې چې پراختیایي بودیجې ته وکتل شي، هغه پروژې د افغانستان په اقتصاد باندې مستقمآ تاثر لري او د عوایدو ښې سرچینې دي،په پام کې نه دي نیول شوي. دا به په خپله د بودیجې تمویل او مصرف انډول له منځه یوسي او موثره به نه وي.»
خو ځینې بیا وايي، د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې عادي برخه کې کولای شي،چې ټول مصارف پوره کړي،خو پراختیايي برخه یې د تمې خلاف ده.
دوي وايي،که چیرې پراختیايي بودیجې ته پاملرنه ونه شي،نو هېواد کې بې وزلي او بیکاري نوره به هم لوړه شي.
د اقتصاد پوه عبدالنصیر رښتیا وايي:« په دې بودېجه کې د عادې بودیجې برخه ډېره ښه ده،کومه ستونزه په کې نشته دی،کولای شي،چې د حکومت د معاشاتو مصارف پوره کړي،خو پراختیايي برخه، چې یوه مهمه برخه ده،کمه بودیجه ورته ځانګړې شوې. که چیرې یو هېواد نه توانیږي،چې خپله پراختیايي بودیجه تمویل کړي،نو وګړي به یې له فقر او بیکارۍ سره مخ شي.»
د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي بیا وايي، په پراختیايي بودیجه کې یې هغه مهمې پروژې په پام کې نیولي،چې د عوایدو سرچینې دي،د اوسپنې پټلۍ او د قوش تیپې کانال هم په دغه بودیجه کې شامل دي.
حنفي زیاته کړه:« ټوله پراختیايي بودیجه څه باندې ۲۷ عشاریه ۹ ملیارده افغانۍ ده او په دغه بودیجه کې لومړیتوب مهمو او عمراني عواید لرونکو پروژو ته ورکړل شوی دی.»
د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجې کسر ۴۴ عشاریه ۷ ملیارده افغانۍ دی او اسلامي امارت هیله ښودلې ده،چې دغه کسر به د کال په اوږدو کې د خپلو کورنیو عوایدو پرمټ له منځه یوسي.
د جمهوریت د وروستي مالي کال ټوله بودیجه ۴۶۶ ملیارده افغانۍ وه او هغه مهال هم د بودیجې زیاته برخه کې عادي بودیجې ته ځانګړې شوې وه او پراختیايي بودیجه یې پر بهرنیو مرستو ولاړه وه او غیر اختیاري وه.