• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو او مقاومت ډلې ترمنځ نښتې شوي

admin by admin
2022/05/10

له تیرو درې ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې د مقاومت جبهې ته منسوبو ادرسونو کې ادعاوې کیږي<چې په پنجشیر کې یې د اسلامي‌امارت پر ځواکونو وسله‌وال بریدونه کړي او تلفات یې ور اړولي دي.

دغې جبهې ادعاوې کړي،چې په کاپیسا او اندراب کې یې هم بریدونه کړي دي، هغه څه چې د کاپيسا ځایي مسوولین یې ردوي.

په کاپیسا کې د اسلامي‌امارت غړو لخوا په خپره شوې ویډيو کې ادعا شوې ده،چې د نظام مخالفینو پرضد یې عملیات پيل کړي او یو شمیر کسان یې نیولي دي.

اسلامي امارت په پنجشیر کې نښتې نه ردوي،خو وایي، یاده ډله یې له زوره غورځولې او بریدګر یې له منځه وړي دي.

د اسلامي امارت د استخباراتو غړی جواد څارګر وايي:« اسلامي امارت هغوی د خپل عمل په سزا رسولي دي. کوم کسان چې نیول شوي، هغه به محاکمو ته سپارل کېږي. موږ هېچ چاته د امنیت مختل کول اجازه نه ورکوو. موږ به د دې هېواد له لوېشت، لویشت  جغرافیې په ډېره کلکه دفاع کوو. هغه کسان،چې امنیت مختل کول غواړي، باید پر دې پوه شي، چې موږ دلته چاته د جګړې او ناامنیو اجازه نه ورکوو.» 

اسلامي امارت وايي، په افغانستان کې جګړې ته کومه پلمه نه ده پاتې، ولسونه له جګړو ستړي شوي او هر هغه څوک چې د اوسني نظام پر ضد بغاوت وکړي،له منځه یې وړي.

په پنجشیر کې ځایي امنیتي مسوولین  بیا د مقاومت جبهې وسله‌والو ته خبرداری ورکوي، چې پرته له دې چې له مخالفت لاس واخلي،هیڅ ځای خوندي نه شي پاتې کیدای.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ پخوانی امر عبدالحمید امارتي وايي:« ګرانو هېوادوالو په ځانګړې توګه د پنجشېر اوسېدونکو، خدای تعالی دې هغوی چې د ګمراهۍ خوا ته روان دي،هدایت وکړي. هېوادوالو په وار – وار مو تاسې ته دا پیغام رسولی،چې د اسلامي نظام او حکومت پر وړاندې د پاڅون لپاره هېڅ ډول منطقي دلیل نه شته دی.»  

خو د اسلامي‌امارت ضد جبهه بیا ادعا لري،چې په دره ابشار او دره عبدالله خېلو سیمو کې یې ځينې سیمې نیولي دي.

یاده جبهه وايي:« سره  له دې چې طالبانو پنجشیر ته زرګونه سرتیري رالیږلي،لاهم د مقاومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. په اندراب کې هم جګړه روانه ده او په ترڅ کې یې له ۲۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.» 

دا هغه ادعاوې دي،چې اسلامي‌امارت یې تبلیغات بولي.

د اسلامي امارت د استخباراتو غړی جواد څارګر هغه ادعاوې هم ردوي،چې ګواکې په پنجشیر کې دې ملکیانو سره زور زیاتی شوی وي او یا دې ملکي وګړي وژل شوي وي.

هغه زیاته کړه:« ملت باید ډاډه واوسي،هغه څوک چې مجرم دی، هغه به په خپله سزا باندې رسول کېږي. دلته نسل وژنه نه شته دی، نه قومي جګړو ته لمن وهل شته، یو شی هم نه شته دی. ټول افغانان زموږ وروڼه دي. له هېچ چا سره به د اسلامي امارت ځواکونه زور زیاتی نه کوي.» 

د اسلامي ‌امارت د مخالفې ډلې ویاند علي میثم نظري په یو ټویټ کې ادعا کړې ده،چې له  پنجشیر سربیره یې په خوست، تخار او بغلان کې هم د اسلامي امارت پر ځواکونو بریدونه  کړي او تلفات یې ور اړولي دي، خو اسلامي‌امارت دغه ادعاوې بې اساسه بولي او وايي،دغه ډله یوازې تبلیغات کوي او د خلکو اذهان مخشوش کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist