د پکتیا د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي وايي، په بازارونو کې هټۍ والو د ځېنې خوراکي توکو بیې په خپلسري ډول لوړې کړي دي.
دوی وایي، یو شمیر ولسوالیو کې د ښاروالۍ ادارې نشته دی،چې د توکو بیې کنټرول کړي او هټۍ وال د اوړو، غوړیو او وریجو ته په خپلسري ډول بیې ټاکي.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ او تاسو چې بازار ته لاړ شو،چې څومره هم پیسې را سره وي،د کور اړتیاوې نه شو پوره کولای. د اوړو،وریجو او غوړیو بیې بیخي لوړې دي. څوک یې د اخېستلو توان نه لري. څه وکړو؟»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې د توکو بیې دې کنټرول کړي.خلک ډېر بې وزله دي او د توکو د رانیولو توان نه لري.»
خلک وایي، له یوې خوا بې روزګاره دي او له بلې لوري د توکو بیې لوړې دي،چې ډېری بې وزله کورنۍ یې د پیرودلو توان نه لري او اسلامي امارت دې ولسوالیو کې بیې کنټرول کړي.
د پکتیا اوسېدونکی سخي جان وايي:« له یوې خوا پیسې نه شته دی، خلک بې وزله دي، بیې لوړې دي،روژه ده،غریب خلک هیڅ هم نه شي خوړلی. زموږ غوښتنه دا ده،چې اسلامي امارت د توکو بیې کنټرول کړي.»
د پکتیا اطلاعاتو او کولتور مشر خالقیار احمدزی وایي، مرګز ګردیز او ولسوالیو کې د ښاروالۍ ادارو له لوري نرخنامې ویشل شوي او له هغو هټۍ والو سره قانوني چلن کیږي،چې سرغړونه وکړي.
احمدزي زیاته کړه:« د توکو بیې که موسم ته په کتو وړاندې وروسته شوي وي ، د مرکز ګردیز او ولسوالیو ښاروالۍ نرخنامې ویشلي او راتلونکي کې هم ورته جدي پاملرنه کوي.»
احمدزی وایي، اړوند ادارې بازارونو کې د بیو د کنټرول برخه کې جدي کار کوي او وروستیو ورځو کې ګردیز ښار کې ګڼ شمیر هغه هټۍ تړل شوي دي،چې توکې یې پر لوړه بیه پلورل.