Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: په کور دننه ځینو کړنو د افغانستان بهرنی سیاست له ناکامۍ سره مخ کړی

admin by admin
2022/04/14

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان  د بهرني سیاست په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت کړنې ستايي، خو زیاتوي،د دغه وزارت کړنې د مشرتابه د ځینو پریکړو قرباني شوي دي.

دوی وايي، د بهرنیو چارو وزارت په بهرني سیاست کې له نړیوالو د کریډیټ ترلاسه کولو امتیاز هغه مهال له لاسه ورکړ،چې د ژمنې خلاف  د نجونو ښوونځي وتړل شول.

 د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« د اوسني حکومت بهرنی سیاست د کریډیټ کارت په څیر دی. اول په زیاتو کریډیټ اخېستلو پیل شو.حکومت ویلي چې په درېیم د وري د نجونو ښوونځي پرانیزي،خو بیا یو ځل یې اعلان وکړ،چې موږ ښوونځي نه پرانیزو،چې له همدې امله ترې یو ستر کریدیت کم شو. په حقیقت کې بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د مشر تابه د پریکړو قرباني شوی او په داخل د افغانستان کې د حکومت ځینې کړنې د دې لامل شوي،چې اوس نړۍ د افغانستان بهرنیو سیاست ته کریډیټ نه ورکوي.» 

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، د بهرني سیاست په برخه کې بریالي دي او ګڼ شمېر هېوادونو یې استازي منلي دي. 

کریمي زیاتوي، بهرنی سیاست یې پر تفاهم او مذاکرې ولاړ دی او له همدې لارې د اروپايي ټولنې ترڅنګ د ګڼو هېوادونو سیاسي استازي پر کابل رامات کړي دي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان  وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له وروستیو دریځونو ښکاري،چې له امریکا او اروپا سربېره د سیمې او ګاونډیو سره نږدې او ښیې اړیکې غواړي،خو د غې موخې ته د رسیدو لپاره داسې پالیسۍ ته اړتیا ده،چې د افغانستان ترڅنګ د مقابل لوریو ملي ګټې هم خوندي کړي. 

سیاسي فعاله ډیوه پتنګ وايي:«  د افغانستان لپاره دا ډېر زیات اړین ګڼل کیږي،چې داسې بهرنۍ پالیسي رامنځ ته کړي،چې بې طرفه وي او ملي ګټې په کې خوندي وي. افغانستان نه یوازې له پاکستان سره بلکې له هند،چین،روسیې، اروپا او امریکا سره غواړي ښیې اړیکې ولري. پر همدې اساس زیاته اړتیا ده،چې داسې بهرنۍ پالیسي جوړه شي،چې هم د افغانستان او هم د مقابل لوریو ګټې په کې خوندي وي.» 

د بهرني سیاست پالیسي د یو هېواد اړین رکن دی،چې د بهرني سیاست دستګاه له لوري پرمخ وړل کیږي او د همدې مهمې موضوع په تړاو مو له بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکه وکړه،خو د دغه وزارت مطبوعاتي برخې او دواړه ویندویانو ځواب را نه کړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist